ads

د امريكا کانګرس پر سوريې د بريد په اړه پرېكړه كوي

د امريکا ولسي جرګه يا كانګرس به د سپټمبر په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه پرېكړه وكړي. د امريکا د كانګرس مشر جان بوهينر  پرون د جمهوررئيس بارك  اوباما له خبري غونډې وروسته د سپټمبر د مياشتې په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه د د امريکا ولسي جرګه يا […]

نویسنده: TKG
10 وږی 1392
د امريكا کانګرس پر سوريې د بريد په اړه پرېكړه كوي

د امريکا ولسي جرګه يا كانګرس به د سپټمبر په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه پرېكړه وكړي. د امريکا د كانګرس مشر جان بوهينر  پرون د جمهوررئيس بارك  اوباما له خبري غونډې وروسته د سپټمبر د مياشتې په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه د

د امريکا ولسي جرګه يا كانګرس به د سپټمبر په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه پرېكړه وكړي.

د امريکا د كانګرس مشر جان بوهينر  پرون د جمهوررئيس بارك  اوباما له خبري غونډې وروسته د سپټمبر د مياشتې په نهمه نېټه پر سوريې د بريد په اړه د كانګرس د پرېكړې خبر وركړ.

هغه وويل، د امريکا کانګرس به له يادې نېټې څخه پر سوريې د امريکا د پوځي بريد په اړه بحثونه وكړي.

د امريکا جمهوررئيس باراک اوباما پرون په يوه خبري غونډه كې وويل، حکومت به كانګرس ته د سوريې په اړه پټ سندونه ورکړي او له دې موضوع د کانګرس له خبرولو وروسته به پر سوريې د پوځي بريد په اړه پرېكړه وكړي.

هغه زياته كړه، پر سوريې بريد يوه ورځ ، يوه اونۍ او يا شايد يوه مياشت وروسته وشي .

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA