د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت په سر د کلونو لانجه او شخړه د خوست ولایتي ادارې لخوا رسماً حل و فضل او پرېکړه یې په علنې ډول د یوې غوندې په ترڅ کې اعلان کړه.
د منګلو او مقبلو قومونو ترمنځ د غره د ملکیت په سر د کلونو لانجه او شخړه د خوست ولایتي ادارې لخوا رسماً حل و فضل او پرېکړه یې په علنې ډول د یوې غوندې په ترڅ کې اعلان کړه.
هغه غونډه چې د خوست په دولتي مېلمستون کې جوړه شوې وه، د خوست پر والي عبدالجبار نعیمي سربیره، د دولت د بېلا بېلو ادارو مسوولین، دیني عالمان، د شخړو د حل کمسیون غړو، د منګلو او مقبلو قومونو مشران او د دې ولایت د بېلا بېلو قومونو مشرانو په کې ګډون کړی وو.
نږدې شپږ لسیزې کېږي چې د منګلو او مقبلو قومونو تر منځ د (( بازي)) او ((سنځلۍ)) غرونو او ((بحرومه)) او (( بکرومایه)) سیمو د ملکیت په سر لانجه روانه وه چې دا درې کاله کیږي د خوست ولایتي ادارې د دې لویې دښمنۍ د ختمولو لپاره خپلې هلې ځلې پیل کړې وې او بلاخره په همدې هدف د ځانګړي کمسیون د جوړېدو په مټ د ( ۱۳۹۲) لمریز کال د زمري په ۳۰ وتوانیدل چې دې اوږدمهالې لانجې ته د پای ټکی کېږدي او پرېکړه یې د دواړو قومونو په رضایت د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي ډول اعلان کړي.
د خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل چې د دې دوو قومونو ترمنځ کلونه کلونه د غره د ملکیت په سر لانجه وه او څو ځلې یې پر یوه او بل د سپکو او درنو وسلو ډزې هم کړې وي: (( ټاکل شوي کمسیون تر یوې میاشتې ډېرې څېړنې وکړي، حدود یې معلوم او د دواړو لوریو تر رضایت وروسته یې پرېکړه وکړه.))
د ده په وینا، که څه هم دا غرونه د دولت ملکیت دی او هېڅوک حق نه لري چې دا سیمې د خپلې شخصي ګتې په هدف وکاروي، خو بیا هم دولت دا ښه وګڼله چې د دغو قومونو ستونزې په پام کې ونیسي او دا حدود یې یوازې د دوی د مالونو د څړ ځایونو په هدف ورته معلوم کړل.
د خوست والي زیاته کړه چې دا دعوه د ځینو قومي مشرانو د شخصي ګټو په هدف دومره غځېدلې وه او د شویو شخړو په نتیجه کې نږدې سلو تنو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
ده هیله څرګنده کړه چې د منګلو او مقبلو قومونه به د دولت له دې پرېکړې ملاتړ وکړي او چاته به اجازه ور نه کړي چې دوی بیا سره اخته کړي.
د منګلو قوم مشر نیازمین او د مقبلو قوم مشر قومندان سخي محمد هم د ولایتي ادارې او په ځانګړې ډول د خوست له والي مننه وکړه چې د دوی لپاره یې دا غټه ستونزه د دوی په خوښه حل کړه.
د دوی په وینا له دې شخړې ډېر ستړي وو او د یو شمېر ځوانانو د مرګ ژوبلې ترڅنګ ډېری نور بچي یې له تعلیم څخه محروم شوي وو. دغو مشرانو په زغرده وویل چې د ولایت دا پرېکړه به د زړه له کومي عملي کوي.
د مقبلو قوم مشر قومندان سخي د پرېکړې تر اعلان دمخه کلید ته ویلي وو چې له دوی سره څو ځلې پرېکړې شوې وې، خو د عدالت د نه رعایت له کبله بیرته غرونو ته ختلي وو. خو کله چې د خوست والي تازه پرېکړه اعلان کړه، نو قومندان سخي وویل: (( دا پرېکړه زموږ لپاره د منلو وړ ده.))
دا قومي مشر وايي چې د همدې لانجو له کبله یې یو ځوان زوی هم له لاسه ورکړی او نور نه غواړي چې د ده د زوی په څېر ځوانان په دې نامعلومو مورچو کې ووژل شي.
د منګلو قوم مشر نیازمین هم د ولایت له پرېکړې ډېر خوښ وو، نوموړي وویل چې د عملي کولو په برخه کې به یې له دولت سره جدي همکاري وکړي: (( موږ هم ډېر ستړي و، خو څوک نه پیدا کیدل چې داسې د انصاف او عدل فیصله وکړي.))
خو د خوست ولایتي ادارې دغو دواړو قومونو ته خبرداری هم ورکړ، که چېرې له هر لوري له پرېکړې سر وغړاوه، نو له قانوني او سخت برخورد سره به مخ شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


