تېره اوونۍ د ايران مهر اژانس راپور خپور كړ چې هېواد يې اعلان كړى، هغه ټول افغانان به د ۱۵ ورځو تر ضرب الاجل وروسته په زور وشړي چې په دغه هېواد كې د اوسيدو قانوني جواز ونه لري يا يې هم د ويزو د اعتبار نېټه پاى ته رسېدلې وي، خو په دې غبرګون كې بيا هم د تل په څېر افغان چارواكو،
تېره اوونۍ د ايران مهر اژانس راپور خپور كړ چې هېواد يې اعلان كړى، هغه ټول افغانان به د ۱۵ ورځو تر ضرب الاجل وروسته په زور وشړي چې په دغه هېواد كې د اوسيدو قانوني جواز ونه لري يا يې هم د ويزو د اعتبار نېټه پاى ته رسېدلې وي، خو په دې غبرګون كې بيا هم د تل په څېر افغان چارواكو، يوازې هيله مندي ښودلې چې كېداى شي، له ايراني چارواكو سره د افغان بهرنيو چارو وزارت تر خبرو اترو وروسته ايران خپله پرېكړه بېرته واخلي.
د بي بي سي د خبر پر اساس ايران دغه اعلان د وږي په ۲مه ابلاغ كړ او دا ګواښ يې هم وكړ كه له ۱۵ ورځني ضرب الاجل وروسته بيا هم ناقانونه افغانان په دغه هېواد كې ونيول شول، نو تر زندان وروسته او خپل هېواد ته تر شړل كېدو وړاندې به يې په ايران كې د تېرې كړې هرې شپې په بدل كې ۳۰ زره ايراني تومانه جريمه كړي، خو افغان چارواكو له دې يوه ورځ وروسته يوازې همدومره وويل چې افغان کډوال بايد د داسې یو سنجول شوي پروګرام له مخې په خپله خوښه هېواد ته ستانه شي چې تر ډېره یې هېواد ته ستنېدل د دوی لپاره د کومې ستونزې سبب نه شي.
د افغان دولت دا دريځ د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي د وږي په ۳مه څرګند كړ او زياته يې كړه، له تېر ۳۰ كلن مهاجرت وروسته افغانانو په ګاونډيو هېوادونو كې جايدادونه او خپلوۍ جوړې كړې دي، د ده په خبره اوس دا ممكنه نه ده چې دوى هر څه په يو وار پرېږدي او افغانستان ته د ستونزو ډك ژوند لپاره راشي: (( دوى هلته سوداګري کوي، بچي یې هلته درسونه وايي، په داسې حال كې بايد د کډوالو د ستنېدو لړۍ، د حل لارې د ستراتیژۍ په چوکاټ کې ترسره شي چې له ایران، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو له عالي کمشنرۍ سره پرې هوکړه شوې وي.))
نوموړي له ایراني چارواکو سره په دې هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت، په خاصه توګه د هغوی د ویزو د غځولو په اړه د خبرو د دوام خبره هم وكړه او زياته يې كړه: (( زموږ مذاکرات لا هم دوام لري، موږ هیله مند یوو چې ډېر ژر د ایران له دولت سره یوې موافقې ته ورسیږو او په ایران کې زموږ د هېوادوالو ویزې تمدید شي. زموږ هر اړخیزې هڅې له څه مودې راپدېخوا پیل شوي او اوس هم د بهرنیو چارو په وزارت کې په ډېره لوړه کچه دوام لري.))
بلخوا د افغانستان د كډوالو چارو وزارت وياند اسلام الدین جرئت هم وویل، دوی هڅه کوي، په ایران کې د افغان کډوالو د اوسېدو مسئله د خبرو اترو له لارې حل کړي: (( د سنبلې تر پنځلسمه پورې د څلور لکو نه تر شپږو لکو پورې د افغان کډوالو د کار د ویزو موده ختمیږي، وزیر صاحب د ایران د اتباعو له عمومي مدیر سره خبرې کړې او د هغوی پیغام دا و چې ټاکل شوې، په راتلونکې اوونۍ( همدا روانه اوونۍ) کې د ایران د کورنیو چارو د وزیر مرستیال افغانستان ته راشي او دلته به د افغانانو د ویزو د تمدید او افغانستان ته د افغانانو د راتګ په هکله خبرې وکړي.))
د دغه وزارت د شمېرو له مخې دا مهال په ايران كې يو مليون افغان كډوال د اوسېدو قانوني اسناد لري او پاتې يو مليون او ۴۰۰ زره افغانان په كې په ويزو ژوند كوي، خو شنونكي بيا د نورو داسې كسانو برخليك اندېښمن كړي چې د سختو مجبوريتونو له كبله په ايران كې ايسار دي او قانوني اسناد يا ويزه هم نه لري.
د دغو شنونكو له ډلې يې يو هم د سيمې د حالاتو څېړونكى ډاكټر بشير مومند دى، نوموړى وايي، افغان حكومت تل د خپلو مهاجرينو ناسور په مخه كړى او ګاونډيان اكثره له دې لارې په افغانستان خپل فشارونه زياتوي: (( ګاونډيانو زموږ مهاجر پر موږ د فشار د وسيلې په توګه كاروي، دوى خو قصدا هلته نه دي ورغلي، خو د ګاونډيانو لاسوهنو او استخباراتي جګړو مجبور كړل چې د سرپناه لپاره په ګاونډ كې سيورى پيدا كړي، خو د شرم ځاى دا دى چې ګاونډيانو په دې برخه كې هېڅ ښه موږ سره نه دي كړي او باقي لا د خپلو ترخو كړنو احسانونه هم راباندې باروي.))
خو شنونكى او ليكوال خوشال جواد په دې برخه كې د افغان حكومت دريځ هم تر انتقاد لاندې نيسي او وايي، افغان حكومت هېڅكله په داسې مواردو كې عملي اقدام نه كوي، بلكې له ګاونډيانو يوازې هيلې څرګندوي او د نړيوالو نورمونو په مقابل كې ترې خيرات غواړي: (( د مهاجرو مسئله يوازې د افغانستان نه ده، بلكې دا له ملګرو ملتونو سره شريكه معامله ده، افغان دولت بايد غوڅ دريځ غوره كړي، په ملګرو ملتونو كې دې د خپلو مهاجرو مسايل وړاندې كړي، ترڅو په ګاونډيانو فشارونه راوړل شي، پر هغوى د نړيوالې ټولنې امتيازات كم او محدود شي او مجبور شي چې د مهاجرو مسئله د يو نړيوال ضرورت په توګه ومني.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


