ads

جوبايډن: سوري حکومت کېمياوي وسلې كارولي

د امريکا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن ويلي، له شک پرته سوريه کې کېمياوي وسلې د بشارالاسد د حکومت له لوري کارول شوې دي. نوموړي دا هم ويلي، چې دى او بارک اوباما په دې باور دي، چې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پر وړاندې د دغه بريد ځواب بايد د بشارالاسد حکومت ووايي. د امريکا […]

نویسنده: TKG
6 وږی 1392
جوبايډن: سوري حکومت کېمياوي وسلې كارولي

د امريکا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن ويلي، له شک پرته سوريه کې کېمياوي وسلې د بشارالاسد د حکومت له لوري کارول شوې دي. نوموړي دا هم ويلي، چې دى او بارک اوباما په دې باور دي، چې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پر وړاندې د دغه بريد ځواب بايد د بشارالاسد حکومت ووايي.

د امريکا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن ويلي، له شک پرته سوريه کې کېمياوي وسلې د بشارالاسد د حکومت له لوري کارول شوې دي.

نوموړي دا هم ويلي، چې دى او بارک اوباما په دې باور دي، چې د بې ګناه ښځو او ماشومانو پر وړاندې د دغه بريد ځواب بايد د بشارالاسد حکومت ووايي.

وړاندې د سپينې ماڼۍ وياند جې کارني ويلي وو، چې “له شک پرته” د سوريې حکومت دمشق ته څېرمه د کېمياوي وسلو کارولو سبب شوى او په پراخ ډول يې دا ډول وسلې کارولې دي.

نوموړي ژمنه کړې، چې روانه اونۍ کې به د سوري حکومت له لوري د کېمياوي وسلو د کارولو د ادعاوو په اړه غير محرمانه مدرکونه په ډاګه شي.

همدارنګه تېره ورځ د امريکا دفاع وزير چک هيګل بي بي سي ته ويلي وو، که چېرې جمهوررئيس بارك اوباما پر سوريې بريد ته اجازه ورکړي، د امريکا پوځ دغه بريد ته پوره چمتووالى لري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA