د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو ويلي، که د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کچه د سوري کړکېچ د حل لپاره اقدام ونه شي، ترکيه به د سوريې پر ضد له بل هر نړيوال ايتلاف سره يو ځاى شي.
د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داوود اوغلو ويلي، که د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په کچه د سوري کړکېچ د حل لپاره اقدام ونه شي، ترکيه به د سوريې پر ضد له بل هر نړيوال ايتلاف سره يو ځاى شي.
د نوموړي په وينا، د شاوخوا ۳۶ هېوادونو يوه ډله د سوريې په کړکېچ کې د مداخلې پر لارو چارو فکر کوي.
د ترکيې د بهرنيو چارو د وزير څرګندونې وروسته له هغې خپرېږي، چې د پايتخت دمشق په لمنو کې د کېمياوي وسلو د کارولو په تړاو په سوريه کې د امريکا، بريتانيې او فرانسې د پوځي مداخلې شونتيا زياته شوې ده.
تر اوسه، نه سوري حکومت او نه هم ياغيانو د کېمياوي وسلو د کارولو مسووليت منلى دى.
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ويلي دي، چې روسيه د سوريې پر ضد د پوځي مداخلې په اړه په ژوره توګه اندېښمنه ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

