ads

عراق کې د بمي چاودنو له كبله ۴۶ تنه وژل شوي

عراقي چارواكي وايي، د دې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرون د شويو بمي بريدونو په پايله کې لږترلږه ۴۶ تنه وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې، په بعقوبه ښار کې څلور چاودنې شوي، چې دوه يې د شيعه مسلمانانو د يوه واده په مراسمو کې شوې دي. عراقي چارواكي وايي، د دې […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1392
عراق کې د بمي چاودنو له كبله ۴۶ تنه وژل شوي

عراقي چارواكي وايي، د دې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرون د شويو بمي بريدونو په پايله کې لږترلږه ۴۶ تنه وژل شوي دي. د رپوټونو له مخې، په بعقوبه ښار کې څلور چاودنې شوي، چې دوه يې د شيعه مسلمانانو د يوه واده په مراسمو کې شوې دي.

عراقي چارواكي وايي، د دې د هېواد په بېلابېلو برخو کې پرون د شويو بمي بريدونو په پايله کې لږترلږه ۴۶ تنه وژل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، په بعقوبه ښار کې څلور چاودنې شوي، چې دوه يې د شيعه مسلمانانو د يوه واده په مراسمو کې شوې دي.

په پايتخت بغداد کې د چاى څښلو په يوه سماوات او نورو سيمو کې څو چاودنې شوي، چې له كبله يې ۹ تنه وژل شوي دي.

په شمالي ښار بلد کې چارواکي وايي، يوه موټر بم چاودنه هغه مهال وشوه، چې يو ځايي قاضي له دغې سيمې تېرېده.

په چاودنه کې لږترلږه څلور تنه وژل شوي او په ټپيانو کې پخپله قاضي هم شامل دى.

په عراق کې د شعيه او سني مذهب د لارويانو ترمنځ د روان جنجال له كبله فرقه ييزې شخړې زياتې شوي او روان کال په دا ډول پېښو کې لږترلږه ۴۰۰۰ تنه وژل شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA