ads

سوريې او م.م د کېميايي وسلو د ادعاوو په اړه پر څېړنې موافقه وكړه

د سوريې حکومت او ملګرو ملتونو پرون موافقه وکړه، چې په بېړني ډول دمشق ته نږدې له کېميايي وسلو څخه د کار اخيستل کېدو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي. د سوريې حکومت او ملګرو ملتونو پرون موافقه وکړه، چې په بېړني ډول دمشق ته نږدې له کېميايي وسلو څخه د کار اخيستل کېدو د […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1392
سوريې او م.م د کېميايي وسلو د ادعاوو په اړه پر څېړنې موافقه وكړه

د سوريې حکومت او ملګرو ملتونو پرون موافقه وکړه، چې په بېړني ډول دمشق ته نږدې له کېميايي وسلو څخه د کار اخيستل کېدو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي.

د سوريې حکومت او ملګرو ملتونو پرون موافقه وکړه، چې په بېړني ډول دمشق ته نږدې له کېميايي وسلو څخه د کار اخيستل کېدو د ادعاوو په اړه څېړنې وشي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بې وسلو کولو د ادارې مشرې انجيلا کاني پرون په دمشق کې د سوريې د حکومت له چارواکو سره وکتل او دواړو خواوو په بېړني ډول د څېړنو موافقه وکړه .

د سوريې حکومت ويلي، چې شوې پرېکړه په بېړني ډول د اجرا وړ ده او د ملګرو ملتونو د سازمان څارونکو ته به، چې سوريې ته تللي، په دې اړه د کار اجازه ورکړي.

ملګروملتونو ويلي، چې څېړنې به يې نن پيل شي.

بلخوا د روسيې د بهرنيوچارو وزارت پرون لوېديځو هېوادونو ته خبرداری ورکړ، چې د څېړنو د پايلو په اړه بايد مخکې له مخکې قضاوت ونه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA