ads

د یوه ځانمرګي اعترافات

(( په کمپيوټر کې مو شيان ليدل، موږ ته يې شنه ځايونه، ګلونه، باغونه او نور ښکلي ځايونه په کمپيوټر کې راښودل، ويل يې جنتونه دي.)) دا د هغه ځانمرګي برید کوونکي څرګندونې دي چې په د پکتیا ولایت امنیتي ځواکونو له برید وړاندې نیولی او اوس په خپله اراده پښېمانه دی او وايي، که […]

نویسنده: TKG
4 وږی 1392
د یوه ځانمرګي اعترافات

(( په کمپيوټر کې مو شيان ليدل، موږ ته يې شنه ځايونه، ګلونه، باغونه او نور ښکلي ځايونه په کمپيوټر کې راښودل، ويل يې جنتونه دي.)) دا د هغه ځانمرګي برید کوونکي څرګندونې دي چې په د پکتیا ولایت امنیتي ځواکونو له برید وړاندې نیولی او اوس په خپله اراده پښېمانه دی او وايي، که

(( په کمپيوټر کې مو شيان ليدل، موږ ته يې شنه ځايونه، ګلونه، باغونه او نور ښکلي ځايونه په کمپيوټر کې راښودل، ويل يې جنتونه دي.))

دا د هغه ځانمرګي برید کوونکي څرګندونې دي چې په د پکتیا ولایت امنیتي ځواکونو له برید وړاندې نیولی او اوس په خپله اراده پښېمانه دی او وايي، که ازاد شي، بيا به داسې څه نه کوي.

کله چې خبريالان د دې بريدګر د ليدو لپاره د پکتيا امنيه قومنداني ته لاړل، د امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل خبره ورته دا وه:(( زه به يې يوازې د نيول کېدو پخلی وکړم، نور به په ټولو جزیياتو خپله بريدګر درسره وغږېږي.))

زلمي اورياخېل يوازې دومره وويل چې دا ځانمرګی د ملي امنيت د پوليسو له خوا څو ورځې وړاندې نيول شوی او غوښتل يې چې د موټر بم بريد تر سره کړي.

نوموړي دا هم پسې زياته کړه چې بريدګر د مخکينيو استخباراتي معلوماتو په اساس نيول شوی دی.

کله چې بريدګر د خبريالانو په مخکې کېنول شو، ظاهرا د يوې مدرسې طالب نه ښکارېده، کوچنی څادر يې په سر غوړلی و، شين بخونه کالي يې په تن و او د بدیا د یوه اوسېدونکي په څېر حرکات يې لرل.

خبريالانو ته د ملي امنيت يو کارکوونکي وويل چې دوی به لومړۍ پوښتنې نه کوي، هسې نه چې د دوی استخباراتي معلوماتو ته زيان ورسوي، نو لومړۍ پوښتنې د ملي امنيت يو کارمند پيل کړې چې خبره يې له معرفته پيل کړه.

د جنت تصویرونه

بريدګر چې ځان يې ګل جان او د لوګر اوسېدونکی معرفي كړ، زياته كړه چې د وسله والو طالبانو يو کس په ملګرتيا کې تېر ايستى او دا وخت په خپلو کړنو پښېمانه دی.

ګل جان وايي، د جنتونو تصويرونه به يې په کمپيوټر کې ورته ښودل او د جهاد په اړه به يې خبرې ورته کولې.

دلته موږ د ګل جان ځينې خبرې په عينې ډول ليکو(( موږه په اصل کې کوچيان يو، د لوګر په بابوس او خوست کې مو مېنې دي، کله چې پاکستان ته لاړو، هلته مهرانشاه کې يوې مدرسې ته درې کاله وړاندې تللی يم، هلته مې دوه کاله زده کړې وکړې، بيا د ذوالفقار په نوم يو کس زه بلې مدرسې ته بيولی يم، په مدرسه کې پنځلس تنه نور افغانان هم وو چې ټولو ته يې د بريدونو لارې چارې ور ښودلې.))

نوموړي په خپلو څرګندونو كې زياته كړه: (( استادان مو د پېښور، خوست او هر ځای و، زموږ تمرين به له غرمې ډوډۍ وروسته شروع کېده، درې مياشتې مو په هغه مرکز کې تېرې کړې چې ځانمرګي بريدګر په کې روزل کېږي، د غرمې ډوډۍ به مو چې وخوړله، نو بيا مو له لمانځه وروسته په کمپيوټر کې شيان ليدل، موږ ته يې شنه ځايونه، ګلونه، باغونه او نور ښکلي ځايونه په کمپيوټر کې راښودل، ويل يې جنتونه دي، درس به يې هم راته وايه، د جهاد کيسې به يې راته کولې، نورې زده کړې مو نه دي کړې، په درس کې به يې يوازې د ترجمې هغه برخې راته ويلي چې د جهاد په اړه په کې خبرې شوې وې))

پښېماني

نيول شوی بريدګر له خپلو نورو ملګرو غوښتنه کوي چې نور له دا ډول اعمالو لاس واخلي او د مسلمانانو په منځ کې دې ځانمرګي بريدونه نه تر سره کوي. دی وړاندې وايي:(( زه چې خوست ته را واوښتم، خلکو لمنځونه کول، زه په خپله اراده پښېمانه شوم، په ټولو ځوانانو غږ کوم چې په هېڅ افغان ځانمرګی بريد روايت نه لري، ځکه ټول له موږ ښه مسلمانان دي))

ګل جان د پوليسو له خوا د نيول كېدو په اړه وويل:(( زه کور ته د رخصتي په هدف تلم چې د مهرانشاه له لارې خوست او بيا لوګر ته په لاره وم، هلته مو خپلوان دي چې د سټو په کنډو کې د پوليسو له خوا ونيول شوم.))

نشه ځانمرګي

ګل جان ځانمرګی يوه بله کيسه هم کوي چې هلته بريدګرو ته په ډوډۍ کې يو ډول دوا ورکول کېږي، هغه وايي:(( موږ ته يې لس ورځې وړاندې په ډوډۍ کې يو ډول دوا راکړه چې په ځانو نه پوهېدو، يوازې زه په دې فکر کې وم چې له امريکانو سره جهاد روا دی.))

نيول شوي ځانمرګي بريدګر د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل:(( زه د جهاد په اړه هېڅ معلومات نه لرم، يوازې د لمانځه او اوداسه په چل پوهېږم.))

يوه بله جالبه خبره يې دا وکړه: (( د قرانکريم په ترجمه کې يې راته وويل چې په افغانستان کې جهاد روا دی، هلته بايد جهاد وشي.))

تر اوسه د نيول شوي ځانمرګي بريدګر په اړه وسله والو طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو نوموړی خپله اعتراف کوي چې په افغان خاوره د جهاد حکم په پاکستان کې د ده پنځلسو نورو ملګرو ته هم له ده سره يو ځای ورکړل شوی.

دا لومړی ځل نه دی چې په پکتيا کې يو داسې بريدګر نيول کېږي چې له خپلې ارادې اوړي، بلکې له دې وړاندې هم داسې کسان نيول شوي دي چې له نيول کېدو سره سم په دې پوهېږي، تر اوسه يې د مسلمان ملت د وژنو اراده پاللې وه او دوی تېروتي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA