جمهور رئيس حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار اسلام اباد ته ورسېد. په هوايي ډګر کې د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د
جمهوررئيس حامد کرزى له يوه لوړ پوړي پلاوي سره نن سهار اسلام اباد ته ورسېد.
په هوايي ډګر کې د پاکستان د کډوالو او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوچ، په اسلام اباد کې د افغانستان سفير او يو شمېر نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو د جمهوررئيس كرزي هرکلى وکړ.
جمهوررئيس کرزی اوس د پاكستان له لومړي وزير نواز شريف سره په خبرو بوخت دی او د ددواړه له غونډې وروسته به اعلاميې خپرې شي.
په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مطبوعاتي مسوول زردشت شمس پژواک ته ويلي، له نواز شريف سره د جمهوررئيس حامد کرزي تر ليدنې وروسته به د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ رسمي خبرې وشي.
د هغه په وينا، جمهوررئيس کرزى به په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت د نوې ودانۍ د بنسټ ډبره کېږدي او تر غرمې وروسته به د پاکستان له جمهوررئيس اصف علي زرداري سره وګوري او مازديګر به بېرته د کابل په لور روان شي.
د شمس د معلوماتو له مخې، د دې سفر په پاى کې به ګډه اعلاميه هم خپره شي، خو له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې جمهوررئيس حامد كرزى به له پاكستاني چارواكو سره د ترهګرۍ او افراطيت خلاف د جدي مبارزې، د سولې د بهير او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


