په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو په ټول هېواد کې ۱۶۹ تنه وژلي دي. دغه اداره زياتوي، سېلابونو له ۸۵۰ زيات کسان ټپيان کړي هم دي، چې لويه برخه يې د پنجاب ايالت دي.
په پاکستان کې د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداره وايي، د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو په ټول هېواد کې ۱۶۹ تنه وژلي دي.
دغه اداره زياتوي، سېلابونو له ۸۵۰ زيات کسان ټپيان کړي هم دي، چې لويه برخه يې د پنجاب ايالت دي.
د يادې ادارې چارواكي وايي، سېلابونو د هېواد په څلورو ايالتونو، قبايلي سيمو او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې نژدې يو نيم ميليون کسان اغېزمن کړي دي.
پرون ناوخته د خپرو شويو رسمي شمېرو له مخې، سېلابونو په پنجاب ايالت کې ۵۵، په خيبر پښتونخوا ايالت کې ۲۴، په سندهـ کې ۳۵، په بلوچستان کې ۱۸، په قبايلي سيمو کې ۱۲ او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کې ۲۵ تنه وژلي دي.
په ټول پاكستان کې له سېلابونو اغېزمنو شويو کسانو سره د مرستې لپاره ۳۲۳ پنډغالي يا کمپونه جوړ شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

