د پاکستان د پنجاب ايالت په بهکر نومې سيمه کې د مذهبي تاوتريخوالي له كبله ١١ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي. په ياده سيمه كې له جمعې ورځې راپدېخوا د دوو مذهبي ډلو ترمنځ تاوتريخوالى رامنځته شوى، چې له كبله يې دواړه ډلې يو پر بل ډزې كوي.
د پاکستان د پنجاب ايالت په بهکر نومې سيمه کې د مذهبي تاوتريخوالي له كبله ١١ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په ياده سيمه كې له جمعې ورځې راپدېخوا د دوو مذهبي ډلو ترمنځ تاوتريخوالى رامنځته شوى، چې له كبله يې دواړه ډلې يو پر بل ډزې كوي.
د پاکستان د دولتي ټلوېزيون د خبر له مخې، د بهکر په کوټله جام نومې سيمه کې د جمعې په ورځ دوو مذهبي ډلو (اهل سنت والجماعت او شيعه مذهبه مسلمانانو) ترمنځ رامنځته شوى تاوتريخوالى اوس هم دوام لري.
د سرچينې په وينا، امنيتي ځواکونو په بهکر کې د شنبې په ورځ تر نامعلومې نېټې پورې ګرځبنديز لګولى.
د پنجاب ايالت مشر وزير شهباز شريف د بهکر پېښه غندلې او پر امنيتي ارګانونو يې غږ کړى، چې د پېښې مسوولين ژر تر ژره ونيسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

