د زمري په ۲۶مه د المان په مونيخ كې د احمد ضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهې د افغانستان د راتلونكې په اړه غونډه ترسره كړه او اكثره ګډونوالو يې د افغانستان د اوسنيو ټولو ستونزو حل د يو غير متمركز نظام جوړول په ګوته كړل، خو له دې سره جوخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي كه څه هم هر څوك د نظر حق لري، خو دا يوازې د افغانستان د خلكو صلاحيت دى چې په هېواد كې د كوم ډول نظام ټاكنه وكړي.
د زمري په ۲۶مه د المان په مونيخ كې د احمد ضيا مسعود په مشرۍ ملي جبهې د افغانستان د راتلونكې په اړه غونډه ترسره كړه او اكثره ګډونوالو يې د افغانستان د اوسنيو ټولو ستونزو حل د يو غير متمركز نظام جوړول په ګوته كړل، خو له دې سره جوخت د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي كه څه هم هر څوك د نظر حق لري، خو دا يوازې د افغانستان د خلكو صلاحيت دى چې په هېواد كې د كوم ډول نظام ټاكنه وكړي.
دغه غونډه چې د ((مونيخ بهير؛ د افغانستان د بريا په لور)) په عنوان جوړه شوې وه، د د ملي جبهې مشران غړو احمد ضياء مسعود، امرالله صالح، محمد محقق، فيض الله ذكي او د يو شمېر نورو سياسي ګوندونو استازو په كې ګډون كړى و.
د مونيخ غونډې دوه ورځې دوام وكړ او د ملي جبهې د چارواكو په وينا موضوع يې د يو غير متمركز نظام رامنځته كولو، راتلونكو جمهوري رياست ټاكنو، له طالبانو سره د خبرو اترو او په افغانستان كې د سولې په ټينګښت راڅرخېدله.
د دغې غونډې تر جوړېدو وړاندې د ملي جبهې يو غړي محمد ناطقي هم ويل چې د خبرو بحث به تر ډېره د يو پارلماني نظام په رامنځته كولو تېر شي: ((هر څوك د افغانستان د روښانه راتلونكې په خاطر كولاى شي خپل ليد لورى څرګند كړي او د مونيخ په بهير كې د رياستي يا پارلماني نظام په اړه بحثونه ډېر مهم دي.))
نوموړي د دا ډول غونډو جوړول په افغانستان كې د ازادو او عادلانه ټاكنو په برخه كې اغېزناک وبلل.
د دې غونډې په درشل كې د بهرنیو چارو د وزارت پخواني مرستیال، محمود صیقل هم ويلي وو چې دوى غواړي د يو نامتمركز نظام په رامنځته كولو بحث وكړي، ځكه د ده په خبره اوسمهال ټول واك د ارګ په لاس كې دى: (( ارګ له خپل واك نه ناوړه ګټه اخلي او هم واخستل شوه، دا په هېواد او له هېواده بهر د افغانانو حق دى چې په دې اړه بحث وكړي.))
د مونيخ غونډې ته د المان كوم چارواكى يا د بل هېواد لوړ پوړي كسان نه وو ورغلي، خو د لويديځو هېوادونو د مدني ټولنو يو شمېر غړيو په كې ګډون درلود، دغه راز د افغانستان د چارواكو په نمايندګۍ هم څوك نه وو ورغلي، بلكې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، جانان موسی زي دا ډول غونډې رد كړې او زياته يې كړه، دا ډول كارونه بايد د يوې قانوني ادارې لخوا وشي: ((په اساسي قانون کې راغلي چې هېڅوک په خپل سر په هېواد کې د نظام د ټاکلو حق نه لري او دا شان غونډې باید د هیواد دننه ترسره شي، نه له پولو اخوا د يوې ډلې لخوا.))
سياسي شنونكى جواد مختار هم د ملي جبهې لخوا د افغانستان د سرنوشت ټاكلو غونډې نه يوازې دا چې بې اغېزې بولي، بلكې وايي، دولت بايد د دغسې ډلو مخه ونيسي چې د افغانستان د تقسيم خوبونه ويني: (( ملي جبهه وايي، ارګ ټول واك ځان ته انحصاري كړى دى، تر اوسه همدا ضيا مسعود، محقق او صالح د كرزي د كابينې غړي او ملګري وو، اوس چې دوى ته شخصي امتيازات كم شوي، نو د ټول ملت پر سر پرېكړې په خپل سر كوي، جرمني ته نه وو پكار چې دا ډول خلكو سره د غونډې جوړولو مرسته وكړي، ځكه دوى د افغانستان د ټوټه كولو او په هره ټوټه د خپلې خوښې ملوك الطوايفۍ خوبونه ويني.))
نوموړى د دغې غونډې پر وړاندې يوازې د بهرنيو چارو وزارت غبرګون كافي نه بولي، بلكې زياتوي دا د افغانانو حق دى چې د افغانستان د ټوټه كېدو د مخنيوي ټول پلانونه شنډ كړي او د داسې ډلو پر وړاندې غبرګون وښيي: (( ملي جبهې تېر كال هم د امريكا د كانګرس غړو سره په المان كې د يوې غونډې پر مهال د فدرالي افغانستان خوبونه ليدلي ول، خو دا ښه و چې جمهور رئيس يې په اړه غبرګون وښود او اوس مې هم هيله ده چې دغسې یو انتخاب رد شي.))
ننګرهار مېشتى شنونكى خوشال فروز هم ورته نظر لري، هغه وايي، فدرالي نظام له امريكا پرته بل هېڅ هېواد ته په ګټه نه دى تمام شوى: (( پاكستان وګورئ فډرال هېواد دى، خو اوس د خپلې ساتنې غم په سر اخستى، هغه هېواد نن او سبا كې له منځه تلونكى دى، د خپل ثبات لپاره پاكستان اړ دى چې تر وروستي ډلې وروزي او ځان پرې د نورو له مداخلې وساتي.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

