افغانستان له هغو پنځو هېوادونو څخه دی چې پکې د سواد زده کړې کچه ټیټه ده. د مدني ټولنې ځینې غړي په دې اند دي چې د بېسوادۍ د کچې لوړوالی د دې سبب ګرځېدلی چې په هېواد کې ناامنۍ زیاتې شي. دوى وايي، دولت
افغانستان له هغو پنځو هېوادونو څخه دی چې پکې د سواد زده کړې کچه ټیټه ده.
د مدني ټولنې ځینې غړي په دې اند دي چې د بېسوادۍ د کچې لوړوالی د دې سبب ګرځېدلی چې په هېواد کې ناامنۍ زیاتې شي. دوى وايي، دولت تر اوسه د بېسوادۍ د له منځه وړلو لپاره چې یو له لومړیتوبونو څخه دی جدي پاملرنه نه ده کړې. همدارنګه د سواد زده کړې د معینیت په وینا، د هېواد په سلو كې ۶۰ وګړي بېسواده دي. دغه معینیت له رسنیو څخه غواړي چې د هېوادوالو د سواد زده کړې په چاره کې له دغه معینیت سره مرسته وکړي.
د پوهنې وزارت د سواد زده کړې د مرستيال په وینا، د سواد زده کړه د اسلام له لید لوري ډېره اړینه ده: (( د قرآن کریم د لومړني آیت نزول هم د سواد د زده کړې په اړه دی، له همدې کبله موږ ټول باید له نالوستیا سره په ګډه مبارزه وکړو، خو رسنۍ په دې برخه کې باید مهم رول ولوبوي.))
په ټولنه کې د باسواده کسانو د زیاتېدو لپاره پر هڅو سربېره، په دې برخه کې د رسنیو فعالیت هم اغېزمن بلل شوی دی، له همدې کبله یو شمېر رسنیو ژمنه کړې، ترڅو په دې برخه کې د سواد زده کړې له معینیت سره همکاري او مرسته وکړي.
همدارنګه د پوهنې وزارت د تېر کال د ارقامو پربنسټ، د لسو کلونو په ترڅ کې تر ۴ميلیونو زیات بې سواده هېوادوال باسواده شوي دي، خو لا هم د ۸ ميلیونو په شاوخوا کې كسان د سواد له نعمت څخه بې برخې دي. په کلنۍ توګه تر نیم میلیون زیات هېوادوالو ته د لیک لوست په برخه کې زده کړې ورکول کېږي او د تېرو څو کلونو هڅو په پایله کې د سواد کچه تر ۳۳ فيصده لوړه شوې چې ۱۸ فيصده یې ښځينه او ۴۳ فيصده یې نارينه تشکیلوي.
لكه څنګه چې پوهېږو سواد بينايي او روښنايي ده او دا هم بې له شكه په اثبات رسېدلې خبره ده، هغه ټولنې چې وګړي يې سواد لري له نېكمرغه او پرمختللو ټولنو څخه شمېرل كېږي، ځكه د پوهې او سواد په رڼا كې د ښو او بدو توپير كېداى شي، خو له بده مرغه زموږ له ټولو لويه او د پام وړ ستونزه هم همدا ده چې تراوسه په دې نه يو توانېدلي چې د سواد زده كړه عامه كړو. لا مو هم په لرې پرتو سيمو كې ښوونځي د بېلا بېلو ستونزو له كبله د نجونو او هلكانو پر مخ تړل شوي دي او كه په كومو سيمو كې شته هم لكه څنګه چې ښايي د ښوونې او روزنې په معيارونو برابر نه دي او له بېلابېلو نيمګړتياوو لكه د مسلكي ښوونكو او درسي وسايلو له نشتوالي سره مخ دي. تر ټولو ځوروونكې خو دا ده چې لا هم زموږ نجونې د زده كړې حق نه لري او د بې ځايه دودونو قرباني كېږي. له بلې خوا د كورنيو وران او ويجاړ اقتصاد هم بل خنډ دى چې د ماشومانو د زده كړې مخه نيسي او هغوى شاقه او له توانه وتلو كارونو ته اړ باسي.
بله دا چې حكومت هم په دې لسو كلونو كې په دې نه دى توانېدلى چې د سواد زده كړې په برخه كې كومه مشخصه ستراتېژي يا تګلاره رامنځ ته كړي، په داسې حال كې چې دا تر ټولو مهمه او د پام وړ موضوع ده او بايد په تېرو كلونو كې ورته جدي پاملرنه شوې واى چې نه ده شوې.
كه څه هم په دې وروستيو كې د اړوندو مسوولينو له خوا د ښوونې او روزنې په برخه كې ګامونه پورته شوي او په دې هڅه كې دي چې څه نا څه بهبود رامنځ ته شي. د هېواد په بېلا بېلو سيمو كې د سواد زده كړې د كورسونو جوړول او هغو ته د خلكو راغوښتل او هڅول هم اغېزمنه چاره ده. له بلې خوا په دې برخه كې د ديني علماوو ونډه په تېره بيا په هغو سيمو كې چې هلته دوديز بنديزونه حاكم دي ډېره اغېزمنه ده، ځكه د دين عالمان هغه كسان دي چې په رښتينې توګه كولاى شي په جوماتونو كې د وعظ او تقرير له لارې عام خلك په دې يقيني كړي او ويې هڅوي چې د علم په زده كړه كې له هېڅ ډول هڅې او هاند څخه ډډه ونكړي. اړوند چارواكي هم بايد دا موضوع له خپلو لومړيتوبونو څخه وشمېري او ددې ستونزې په له منځه وړلو كې پوره هڅه اوهاند وكړي، ترڅو هغه ستونزې چې زموږ ټولنه ورسره د بې سوادۍ له كبله لاس او ګرېوان ده، له منځه لاړې شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

