ads

د چارواکو نه همغږي او ترينګلی امنيت

په دې وروستيو کې پکتيا ولايت د پرله پسې ګڼو امنيتي پېښو شاهد و چې د ملکي مرګ ژوبلو تر څنګ يې د امنيتي ځواکونو لوري ته هم مرګ ژوبله اړوله، خو په وروستيو پېښو کې ډېر قربانيان ولسي وګړي وو. په دې وروستيو کې پکتيا ولايت د پرله پسې ګڼو امنيتي پېښو شاهد و […]

نویسنده: TKG
2 وږی 1392

په دې وروستيو کې پکتيا ولايت د پرله پسې ګڼو امنيتي پېښو شاهد و چې د ملکي مرګ ژوبلو تر څنګ يې د امنيتي ځواکونو لوري ته هم مرګ ژوبله اړوله، خو په وروستيو پېښو کې ډېر قربانيان ولسي وګړي وو.

په دې وروستيو کې پکتيا ولايت د پرله پسې ګڼو امنيتي پېښو شاهد و چې د ملکي مرګ ژوبلو تر څنګ يې د امنيتي ځواکونو لوري ته هم مرګ ژوبله اړوله، خو په وروستيو پېښو کې ډېر قربانيان ولسي وګړي وو.

د پکتيا اوسېدونکي او د ولايتي شورا ځينې غړي په دې نظر دي چې امنيت د ولايتي چارواکو تر منځ د همغږۍ د نشت په صورت کې دې حال ته رسېدلی دی.

د ګردېز ښار يو تن اوسېدونکی حبيب الله وايي، د سړک د غاړې بمي چاودنې کېږي، توغندي را ويشتل کېږي، د نامعلومو وسله والو له لوري خلک په نښه کېږي او نورې پېښې کېږي خو دولت يې په اړه بې غوره دی.

نوراحمد دانش هم د ګردېز ښار اوسېدونکی دی او وايي چې د چارواکو تر منځ همغږي نشته، نو ځکه امنيتي وضعيت ورځ تر بلې د خرابېدو په حال کې دی، چارواکي يو له بل سره همغږي نه لري.

د ولايتي شورا غړی مياخېل ځاځی وايي: (( دا ټولې ستونزې په ځينو چارواکو او د ولس په استازيو کې موجودې دي، د چارواکو تر منځ همغږي وجود نه لري، د امنيت د ترينګلتيا يوازنی علت د همغږي نشتوالی دی))

د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد زمان بيا وايي چې امنيتي وضعيت د پخوا په څېر دی او د اندېښنې وړ نه دی.

نوموړی په ټينګار سره امنيتي وضعيت ښه يادوي او زياتوي چې ځينې پېښې د شخصي دښمنيو په اساس رامنځ ته شوې دي.

د امنيت امر سمونوال محمد زمان په داسې حال کې امنيتي وضعيت ښه يادوي چې د تېرو څو اوونيو په ترڅ کې د پکتيا په ولايت کې د سلو په شاوخوا کې کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې په دې کې يې اتیا په سلو کې ملکي وګړي وو.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي بيا د ولايتي چارواکو تر منځ د همغږي د نشتوالي خبره ردوي او زياتوي چې امنيتي وضعيت هومره ترينګلی نه دي، لکه څنګه يې چې تصور کېږي.

نوموړی دا خبره هم ردوي چې د چارواکو تر منځ به همغږي نه وي: ((دا خبره زه هيڅ نه تاييدوم، امنيتي پېښې د هيواد په هره برخه کې زياتې شوې دي، له کومه وخته چې په پاکستان کې مدرسې تړل شوې دي، په افغانستان کې هم امنيت ورسره ترينګلی شوی دی))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA