د عراق د پايتخت بغداد په شمال کې د يوه ځانمرګي بريد له كبله ۲۸ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي. د رپوټونو له مخې، پرون مازديګر يوه کس، چې چاودېدونکي توکي يې پر ځان پورې تړلي و، په القحيره سيمه کې له ګڼې ګوڼې ډک يوه پارک کې چاودنه
د عراق د پايتخت بغداد په شمال کې د يوه ځانمرګي بريد له كبله ۲۸ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپيان دي.
د رپوټونو له مخې، پرون مازديګر يوه کس، چې چاودېدونکي توکي يې پر ځان پورې تړلي و، په القحيره سيمه کې له ګڼې ګوڼې ډک يوه پارک کې چاودنه وکړه.
د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت نازك ښودل شوى.
په عراق کې په دې وروستيو مياشتو کې بمي چاودنې زياتې شوې دي، څو ورځې وړاندې يوازې په يوه ورځ په بېلابېلو ښارونو کې ۹ موټر بم چاودنې وشوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


