ads

تركيه كې د افغان، تركي او پاكستاني ځواكونو ګډ تمرينونه پيل شوي

افغان، تركي او پاكستاني ځانګړو ځواكونو د تركيې په اسپارتا ولايت كې ګډ لس ورځني تمرينونه پيل كړي دي. د تركي رسنيو د خبر له مخې، دغه ګډ پوځي تمرينونه د اګست له ۱۹ مې پيل شوي او د همدې مياشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وكړي. افغان، تركي او پاكستاني ځانګړو ځواكونو د تركيې […]

نویسنده: TKG
29 زمری 1392
تركيه كې د افغان، تركي او پاكستاني ځواكونو ګډ تمرينونه پيل شوي

افغان، تركي او پاكستاني ځانګړو ځواكونو د تركيې په اسپارتا ولايت كې ګډ لس ورځني تمرينونه پيل كړي دي. د تركي رسنيو د خبر له مخې، دغه ګډ پوځي تمرينونه د اګست له ۱۹ مې پيل شوي او د همدې مياشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وكړي.

افغان، تركي او پاكستاني ځانګړو ځواكونو د تركيې په اسپارتا ولايت كې ګډ لس ورځني تمرينونه پيل كړي دي.

د تركي رسنيو د خبر له مخې، دغه ګډ پوځي تمرينونه د اګست له ۱۹ مې پيل شوي او د همدې مياشتې تر ۲۸مې نېټې به دوام وكړي.

د تركيې د لوى درستيز له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه تمرينونه د درې واړو هېوادونو د ځانګړو ځواكونو تر منځ د همكارۍ د روحيې د پياوړتيا او تجربو د شريكولو په هدف په لاره اچول شوي دي.

د افغان او پاكستاني ځواكونو د ګډو تمرينونو خبره تر دې وړاندې هم شوې وه او ټاكل شوې وه، چې د روان كال په وري مياشت كې د افغان ځواكونو يوه يوولس كسيزه ډله د پوځي تمرينونو لپاره پاكستان ته لاړه شي، خو د پاكستاني ځواكونو له خوا پر افغان خاوره د توغندويي بريدونو په غبرګون كې پاكستان ته د افغان ځواكونو سفر وځنډول شو.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA