ads

سیلابونه تباه کوونکی مصیبت

د پایتخت کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ  ٢٣ تنه مړه  او شپږ نور  ټپيان کړل  .دغه سېلابونه په کابل، ميدان وردګو، پکتيکا ، کاپيسا او پروان ولايتونو کې راغلل .     د پایتخت کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې […]

نویسنده: TKG
27 زمری 1392
سیلابونه تباه کوونکی مصیبت

د پایتخت کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ  ٢٣ تنه مړه  او شپږ نور  ټپيان کړل  .دغه سېلابونه په کابل، ميدان وردګو، پکتيکا ، کاپيسا او پروان ولايتونو کې راغلل .

 

 

د پایتخت کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې سېلابونو د مالي زيانونو د اړولو تر څنګ  ٢٣ تنه مړه  او شپږ نور  ټپيان کړل  .دغه سېلابونه په کابل، ميدان وردګو، پکتيکا ، کاپيسا او پروان ولايتونو کې راغلل .

له پېښو سره د مبارزې ادارې د عملياتي برخې مشر غلام فاروق پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د يادو سېلابونو له کبله د کابل د شکردرې ولسوالۍ په غازې او قچان کليو کې شل تنه مړه او دوه نور  ټپيان شول .

دى وايي ، چې سېلاب په دې کلي کې  ډېرو ځمکو او باغونو ته زيان اړولى، لسګونه کورونه يې نړولي  او ٧ موټر يې هم وړي دي .

بلخوا دوه اوونۍ وړاندې هم د سختو بارانونو له کبله سیلابونو په ننګرهار او لغمان ولایتونو او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سلګونو خلکو کورونه وړي او له سلو زیاتو خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې او په سلګونو کورونه يې وران کړي دي . د دغو سیلابونو درانه زیانونه د کابل په سروبي ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتي.

د سروبي ولسوال غلام نبي اسحاق زي وویل،چې که څه هم تر اوسه دوی ته کره شمېره نه ده معلومه، خو د راوتلو سیلابونو له کبله تر سلو تنو پورې،چې ډيره برخه يې ماشومان او میرمنې دي مړه او ژوبل شوي دي او د ډيرو نورو درک لا نه دی معلوم. دوی غوښتنه کوي، چې مرستندویه ادارې دې ورته ژر تر ژره خپلې مرستې ور ورسوي.

پر دې سربېره دغو سیلابونو په سلګونه جريبه ځمكې او كروندې خرابې كړې او زموږ ولس ته يې د مليونونوافغانیو زيان اړولی دی، چې دجګړې پربدمرغيو سربېره يوه بله بدمرغي بلل كيږي، چې افغان ولس ورسره لاس اوګرېوان شو. سره له دې، چې په هېواد كې د بيړنيو حالاتو د کميټې په نوم يوه اداره هم  وجود لري او په مليونونه پيسې اخلي ،چې بايد دخپل مسووليت له مخې په دا ډول شرايطو كې له مصيبت ځپلو سره مرستې وكړي، خو بدبختانه دغې ادارې په دا ډول شرايطو كې هم لكه څنګه، چې لازمه وه په وخت یې له مصیبت ځپلو سره څه ونه كړل.

دغه اداره وايي، چې د وروستيو سيلابونو د کره زيانونو د کچې د معلومولو په موخه يې د هېواد بېلابېلو سيلاب ځپلو ولايتونو ته پلټونکې ډلې لېږلې دي. او اټکل کوي، چې سېلابونو به ډېر کسان وژلي وي.

له طبیعي پیښو سره د مبارزې اداره وايي چې؛ د کابل د سروبي ولسوالۍ  په ګډون د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې سختو اورښتونو او سیلابونو خلکو ته د اوښتو تلفاتو شمیر نه شپیتو کسانو ته رسیدلی دی.

د دې ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس وویل چې؛ تر ټولو ډير تلفات په سروبي ولسوالۍ کې خلکو ته اوښتي چې ټول  ۴۲ تنه په کې وژل شوې دي. نوموړي وویل چې؛ بېلابېلې نړېوالې موسسې به له سیلاب ځپلو خلکو سره مرستې وکړي.

كه څه هم ، چې دغه اداره په خپله د اويا تنو وژل مني ، خو د د غو سیمو د استوګنو په وینا چې دتلفاتو شمیره تر دې هم زیاته ده.

دغو سيلابونوپه ځاني تلفاتو سربېره  په ډېرو سيمو کې داوسيدو کورونه او کرنيزې ځمکې هم له منځه وړې دي. او خلك يې د كورونو پرېښودلو ته اړ كړي دي، ولې د ډېر خپګان خبره داده ، چې له طبیعي پيښو سره د مبارزې اداره يوازې د ارقامو په خپرولو او تشو  شعارونو بسنه كوي او وايي، چې زیانمنو  سيمو ته يې پلټونكې ډلې لېږلې، حال دا چې د بيړنيو حالاتو كمسيون لكه چې له نامه څخه يې ښكاري بايد د دا ډول پيښو پر وړاندې له بېړې كار واخلي او په اصطلاح د مصيبت ځپلو د درد په وخت كې دهغوى د دردونو دوا شي او كه  په خپل وخت دغه ډله خپل كار تر سره نه كړي ،نو ددې ادارې كار به بې ګټې وي.

كه څه هم دا اداره وايي ، چې له سيلاب ځپلو سره به مرستې وكړي او ددې ادارې د مرستيال سياس د وينا له مخې  اغېزمنو شويو سيمو ته يې د پلټنو ډلې استولې او هغوی دا مهال له سيمه ييزو ادارو سره په ګډه کار کوي، چې د سېلابونو زيانونه معلوم کړي او دوى به له كره معلوماتو وروسته زيانمنو شويو خلکو او کورنيو ته تاوان ورکړي، خو دا نه وايي ، چې ولې د دومره امكاناتو سره سره هم تر دې دمه له سيلاب ځپلو سره په مرسته نه دي توانيدلي او لاهم په ځینو  عامو لارو کې د نا مالومو کسانو لخوا د سروبي د سیلاب ځپلو خلکو په نامه بسپنه یا مرسته ټولیږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA