د خوست ښار او مرکزي سیمو لکڼو، نوریزیو، خرڅینو او یو شمېر نورو قومونو ترمنځ د لوی خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې. په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د خوست والي عبد الجبار نعیمي وویل، په دې پله باندې ۶۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۱۶۰ متره
د خوست ښار او مرکزي سیمو لکڼو، نوریزیو، خرڅینو او یو شمېر نورو قومونو ترمنځ د لوی خوړ پر سر د يوه پله د جوړېدو چارې پیل شوې.
په همدې موخه په جوړو شويو مراسمو کې د خوست والي عبد الجبار نعیمي وویل، په دې پله باندې ۶۷ ميلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې ۱۶۰ متره اوږدوالی لري او د اتو مترو په سور جوړېږي.
د نعیمي په وینا، د دې پله د جوړېدو لګښت د نړیوال بانک له لورې ورکول کېږي، چې د جوړېدو چارې به يې په ۱۸ میاشتو کې بشپړې شي.
د سیمې اوسېدونکو هم د دې پول د کار د پیل له امله خوښي څرګندوله او په دې برخه کې یې د ځايي ادارې هڅې وستایلې.
یوتن قومي مشر سیدالرحمن کلید ته وویل، چې دوی به د سېلابونو پرمهال له ګڼو ستونزو سره مخ وو، حتی ډېرکله به یې ناروغان له همدې امله مړه شول او دغه راز به یې په نورو بېړنیو حالاتو کې هم په وخت کې رسيده ګي نه شوه کولای.
په خوست کې د دې لوی پول کار په داسې حال کې پیلېږي، چې د خوست یو شمېر نورې سیمې هم دا ډول لویو پلونو ته اړتیا لري، چې له دې جملې یې یو هم د خوست ښار او تڼيو ولسوالۍ ترمنځ په غځېدلې لار دی.
د یادونې وړ ده، چې د روان لمریز کال په ترڅ کې په خوست کې دا د درېیم پول د کار د پیل پرانیسته ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


