د مصر په پايتخت قاهره کې امنيتي ځواکونه د رمسيس په ميدان کې د الفتح جومات ته ورننوتي، چې د اخوان المسليمن سلګونه ملاتړي په کې محاصره دي.
د مصر په پايتخت قاهره کې امنيتي ځواکونه د رمسيس په ميدان کې د الفتح جومات ته ورننوتي، چې د اخوان المسليمن سلګونه ملاتړي په کې محاصره دي.
امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې په جومات کې ايسار کسان بهر راوباسي.
د اخوان المسلمين سلګونه پلويانو د جمعې او شنبې شپه په دغه جومات کې په محاصره کې تېره کړه.
تر دې وړاندې په مصر کې امنيتي سرچينو او روغتيا وزارت ويلي وو، چې د جمعې په ورځ د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پوليسو اعتراض کوونکو ښځو ته وړانديز کړى، چې کولى شي جومات پرېږدي، خو له نارينه و به پوښتنې ګروېږنې کېږ، خو په جومات کې ايسارو کسانو د پوليسو دا وړانديز رد کړى دى.
اټکل دا دى، چې په دغه جومات کې نژدې ۱۰۰۰ تنه محاصره شوي، چې تېره ورځ د رمسيس په ميدان کې له تاوتريخوالي تښتېدلي او دغه جومات ته يې پناه وروړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


