د ملي جبهې يو شمېر غړي او د مشرتابه پلاوى نن د جرمني په مونيخ ښار كې په يوه غونډه كې ګډون كوي. د ملي جبهې يوه غړي سردار محمد رحيمي كليد ته وويل، چې په دې غونډه كې په څلورو موضوعګانو خبرې كېږي او دوه ورځې به دوام وكړي.
د ملي جبهې يو شمېر غړي او د مشرتابه پلاوى نن د جرمني په مونيخ ښار كې په يوه غونډه كې ګډون كوي.
د ملي جبهې يوه غړي سردار محمد رحيمي كليد ته وويل، چې په دې غونډه كې په څلورو موضوعګانو خبرې كېږي او دوه ورځې به دوام وكړي.
رحيمي وايي، په دې غونډه كې د ملي جبهې پر غړو سربېره د پاكستان، تركيې، بريتانيا او امريكا يو شمېر كارپوهان هم ګډون كوي.
دغه غونډه په داسې حال كې جوړېږي، چې له دې وړاندې په جرمني كې د ملي جبهې لخوا جوړه شوې غونډه د افغان حكومت له توند غبرګون سره مخ شوه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


