ads

د مصر په نښتو كې ۸۰ تنه وژل شوي

په مصر کې امنيتي سرچينې او د روغتيا وزارت وايي، د جمعې په ورځ، چې د ‘غضب ورځ’ وه د اخوان المسلمين له لورې د لاريونونو له رابللو وروسته د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي. په مصر کې امنيتي سرچينې او د روغتيا […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1392
د مصر په نښتو كې ۸۰ تنه وژل شوي

په مصر کې امنيتي سرچينې او د روغتيا وزارت وايي، د جمعې په ورځ، چې د ‘غضب ورځ’ وه د اخوان المسلمين له لورې د لاريونونو له رابللو وروسته د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

په مصر کې امنيتي سرچينې او د روغتيا وزارت وايي، د جمعې په ورځ، چې د ‘غضب ورځ’ وه د اخوان المسلمين له لورې د لاريونونو له رابللو وروسته د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ نښتو کې له ۸۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د دوى ډېرى هغه مهال ووژل شول، چې په رمسيس ميدان او شاوخوا سيمو کې پوځ پر لاريون كوونكو ډزې وکړې.

دغه لاريون كوونكي د امنيتي ځواکونو پر يوې پوستې ورغلل او امنيتي ځواکونو په نښه کړل.

له دې پرته د نيل سيند په شاوخوا سيمو کې ۲۵ تنه او شپږ تنه په اسکندريه کې وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د چهارشنبې په ورځ امنيتي ځواکونو د اعتراض کوونکو د کمپونو د لرې کولو پر مهال لږترلږه ۶۳۸ تنه ووژل او ۳۵۰۰ نور يې ټپيان کړل.

په مصر کې د يوې مياشتې لپاره بېړنى حالت اعلان شوى او د پايتخت قاهرې په ګډون په زياتو ښارونو کې له لمر پرېوتو تر لمر ختو په ګرځېدو بنديز لګېدلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA