ads

بهرمېشتي افغانان له رايې وركولو محرومېږي

كه څه هم حكومت سر له اوسه د ۱۳۹۳ كال د وري د مياشتې په ۱۶مه  د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته د بشپړ چمتووالي خبرونه خپروي او دا هم ليدل كېږي چې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون لپاره نوي كمېشنران ټاكل شوي، خو هاخوا له هېواده بهر مېشت افغانان بيا پر افغان […]

نویسنده: TKG
26 زمری 1392

كه څه هم حكومت سر له اوسه د ۱۳۹۳ كال د وري د مياشتې په ۱۶مه  د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته د بشپړ چمتووالي خبرونه خپروي او دا هم ليدل كېږي چې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون لپاره نوي كمېشنران ټاكل شوي، خو هاخوا له هېواده بهر مېشت افغانان بيا پر افغان دولت

كه څه هم حكومت سر له اوسه د ۱۳۹۳ كال د وري د مياشتې په ۱۶مه  د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو ټاكنو ته د بشپړ چمتووالي خبرونه خپروي او دا هم ليدل كېږي چې د انتخاباتو د خپلواك كمسيون لپاره نوي كمېشنران ټاكل شوي، خو هاخوا له هېواده بهر مېشت افغانان بيا پر افغان دولت غږ كوي چې دوى ته هم په راتلونكو ټاكنو كې د رايې اچونې زمينه برابره كړي.

دا ډله افغانان چې اكثره يې په پاكستان، ايران، تاجكستان، مسكو او هند كې اوس هم د مهاجرت ژوند كوي، څه موده وړاندې په كابل كې د يوې غونډې په ترڅ كې د انتخاباتو له خپلواك كمسيون په كلكه غوښتنه وكړه چې له هېواده بهر ورته په افغان سفارت خانو او قونسلګريو كې د رايې وركولو مركزونه پرانيزي، تر څو دوى هم وكولى شي چې د افغانستان د راتلونكي سرنوشت او جمهور رئيس په ټاكلو كې برخه واخلي.

په كابل كې را يو ځاى شويو افغان مهاجرينو ډاډ وركړ چې دوى چمتو دي څو د راروان كال د جمهوري رياست او ولايتي شوراګانو انتخاباتو كې ګډون وكړي، خو د ډېرو په خبره دوى به ونه شي كولى خپل هېواد ته د رايې اچولو لپاره راشي، بلكې دولت دې ورته په مختلفو هېوادونو كې د رايې اچولو او نوم ثبتولو مراكز پرانيزي.

د هند په ډهلي ښار کې د افغان کډوالو یوې استازې روزا بارکزۍ، همدا خبره كوله او له دولت يې غوښتل چې بهر مېشتي افغانان هم د هېواد د سرنوشت په ټاكلو كې ورشريك كړي: ((افغانان د رايې حق لري، موږ هم افغانان يوو، كه د رايې وركولو زمينه راته برابره نه شي، موږ به له يو ستر حق نه محروم ساتل شوي يوو.))

د پاكستان د شمشتو كمپ د مهاجرينو استازي سيداجان هم ورته خبره كوله او ويل يې په دغه هېواد كې په سلګونه زره افغانان دې ته لېواله دي چې په ټاكنو كې برخه واخلي: (( پاكستان كې د هر كمپ مهاجرين ټاكنو كې برخه اخستو ته لېواله دي، خو موږ په دې انتظار يوو چې نن او سبا كې به راته د ثبت نام كارتونو د وېش مركزونه جوړېږي.))

خو د بهر مېشتو افغانانو دا غوښتنې لكه چې د امكان تر حده پوره نه شي، ځكه د افغانستان د ټاكنو خپلواك كمسيون په دې برخه كې د بودجې د كمښت مسئله رامخته كوي او وايي، سره له دې چې په دې اړه بحثونه شوي، خو كومه نتيجه يې نه ده وركړې، د دې كمسيون د دارالانشا مشر ضياءالحق امرخېل همدې ټكي ته ګوته نيولې او زياته كړې يې ده چې كه بودجه په پام كې ونيول شي افغان دولت به په ايران، پاكستان او نورو هېوادونو كې افغانانو ته د رايو وركولو زمينه مساعده نه كړاى شي.

بلخوا د چارو شنونكى استاد رضوان الله بشرمل هم كه له يوې خوا په بهر كې افغانانو ته د رايې وركولو د مركزونو پرانستل احسن بولي، خو په خبره يې افغان دولت تر دې دمه جوګه نه دى چې حتى په داخل كې هم د ټاكنو د نه ترسره كېدو امكانات له منځه  يوسي: (( كه داسې شوي واى، ښه به وه خو ګورئ تاسو به خبر ياست چې د بدخشان چارواكو ويلي د دې ولايت ۱۳ ولسوالۍ به په راتلونكو ټاكنو كې برخه وانخستلى شي، زما له نظره كه افغانستان كې دننه خلك رايې اچولو ته پرېښودل شي، نو كه خير وي، راتلونكې اداره به بشپړه مشروع او سالمه اداره وي، مګر خبره دا ده چې اوس موږ د ټاكنو تر سره كېدو او نه تر سره كېدو له ګواښونو سره هم مخ يو، د بهر مېشتو غوښتنه هغه وخت ممكن حل شوې واى چې افغانستان د دې هر څه توانايي درلودلى.))

خو د ټاكنو د خپلواك كمسيون پخوانى كار كوونكى ډاكټر بشير احمد مومند بيا وايي، كه هر څنګه وي بايد په بهر كې هم افغانانو ته د رايې وركولو زمينه مساعده شي، د هغه په خبره كه داسې وشي، نو له بهر نه راغلې رايې به هم ۱۰۰ فيصده پاكې او د يوې ښې ادارې د انتخاب لپاره ګټورې وي: (( په داخل د افغانستان كې شايد درغلي وشي، لكه په تېرو دورو كې چې وشوه، مګر بهر مېشتي افغانان بيا په هېواد كې د مېشتو زورواكو او درغلي كوونكو په څېر فكر نه لري، هغوى اوس هم په دې انتظار كې دي چې يوه ښه او سالمه اداره رامنځته شي او دوى بيرته وطن ته راوګرځي، نو د دې لپاره بايد هغوى ته هم دا زمينه مساعده شي چې خپل حق خو كم تر كمه د خپل ارمان لپاره استعمال كړاى شي.))

دا په داسې حال كې ده چې د افغانستان د حکومت ارقام ښيي چې دمګړۍ شاوخوا څلور نیم ملیونه افغانان له هېواده بهر د مهاجرت ژوند کوي چې د دغو کسانو ډېره برخه په ګاونډيو هېوادونو ایران او پاکستان کې مېشت دي، شنونكي په دې باور دي چې د افغانستان په راتلونكي كې د دوى مسووليتونه او ونډه ډېره مهمه ده.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA