ټاکل شوې ده، چې راتلونکې میاشت په نيويارك كې د افغانستان، هندوستان او امریکا درې اړخیزه غونډه جوړه شي. په هندوستان کې د امریکا سفیرې نانسي نوي ډیلي کې د خبری ناستې پرمهال ویلي، چې دا غونډه به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو
ټاکل شوې ده، چې راتلونکې میاشت په نيويارك كې د افغانستان، هندوستان او امریکا درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
په هندوستان کې د امریکا سفیرې نانسي نوي ډیلي کې د خبری ناستې پرمهال ویلي، چې دا غونډه به د سپټمبر په میاشت کې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال جوړه شي.
نانسي زیاته کړې، چې په دې غونډه کې به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ا فغانستان په حالاتو او افغان ملي ځواکونو لخوا د امنیت او عملیاتو د رهبرۍ په اړه خبرې وشي.
د نوموړې په وینا، هندوستان د افغانستان په بیارغونه کې مهم رول لوبوي او امریکا د هند درول تسلیموي.
مېرمن نانسي وویل، چې هندوستان د افغانستان راتلونکي او په ځانګړې توګه د سوداګرۍ په برخه کې مهم رول لوبوي.
نوموړې افغانستان سره د امنیتي سند په اړه وویل، چې واشنګټن له کابل سره پر دې سند له نږدې کار کوي څو دغه سند لاسلیک شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

