د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وایي چې په افغانستان کې ۵۰ فیصده ماشومان د مور په شیدو نه تغذیه کېږي. د عامې روغتیا وزارت د مورپه شیدو د تغدیې نړیواله اوونۍ په داسې حال کې لمانځي چې یونیسف په افغانستان کې د نویو زېږېدولو ماشومانو په
د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف وایي چې په افغانستان کې ۵۰ فیصده ماشومان د مور په شیدو نه تغذیه کېږي.
د عامې روغتیا وزارت د مورپه شیدو د تغدیې نړیواله اوونۍ په داسې حال کې لمانځي چې یونیسف په افغانستان کې د نویو زېږېدولو ماشومانو په وضعیت اندېښنه ښيي.
د افغانستان لپاره د یونیسف ادارې استازې ویزا ګنش په کابل کې د مور په شیدو د ماشوم د تغذیې د اوونۍ د لمانځنې په مناسبت په جوړه شوې غونډه کې په دې اړه وویل: (( ګڼ شمېر ميندې ډېر ژر په خپلو شیدو د ماشوم تغذیه دروي او یا هم له ټاکلي وخت څخه وړاندې ماشوم ته مایعات او غلیظ خواړه ورکوي.))
د عامې روغتيا وزیرې ډاکټر ثریا دلیل هم د مور پر شيدو د ماشومانو تغذیه یوه حیاتي مسئله وبلله: (( د تغذیې متخصصین وړاندیز کوي، له کوم وخت څخه چې ماشوم پیدا کېږي باید د مور پر شیدو تغذیه شي، نو دا کار ۲۲ په سلو كې د مړينې كچه راټيټوي، خو برعكس که چېرې په تغديې كې ځنډ او د مور پر شیدو د ماشوم تغذیه له زېږېدو څخه وروسته په لومړیو ساعتونو کې راشي، نو په لومړیو اوونيو کې ۳۰ فیصده د ماشومان د مړینې سبب کیږي.))
ثریا دلیل وایي، دوى هڅه کوي له هغو میندو څخه حقوقي او قانوني ملاتړ وشي چې ماشومانو ته شیدې ورکوي او په هېواد کې هره ښځه له ولادت وروسته له معاش سره ۹۰ ورځې قانوني رخصتي لري.
د مور پر شيدو د ماشوم د تغذيې نړیواله اوونۍ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دى چې د ماشومانو د مړینې کچه پکې زیاته ده.
د مور شيدې د ماشوم لپاره په لومړيو شپږو مياشتو كې ډېرې اړينې او حياتي دي. د مور د شيدو نړيواله اوونۍ د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۲ كال كې ولمانځل شوه او اوس د نړۍ په ۱۲۰ هېوادونو كې د يونیسف، نړيوالې ټولنې او د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا هر كال لمانځل كېږي.
د مور د شيدو په اړه وروستۍ څېړنې ښيي چې د ماشوم د زېږون په لومړيو شپو كې د مور شيدې مثبتې اغېزې لري او په ماشومانو كې ۲۲ په سلو كې د مړينې كچه راټيټوي.
خو برعكس د ماشوم د زېږون په وخت كې د مور د شيدو په وركولو كې يو ساعت ځنډ بيا د زېږون په لومړۍ اوونۍ كې د ماشومانو په مړينه كې ۳۰ په سلو كې لوړوالى رامنځ ته كوي.
د مور شيدې د ماشوم لپاره يوه كامله او د ټولو غذايي موادو درلودونكې ماده ده. ماشوم تر شپږو مياشتو كولاى شي د خپل بدن ټول غذايي مواد د مور د شيدو له لارې پوره كړي.
د مور شيدې د نورو شيدو په پرتله ډېر غذایي مواد لري. د مور شيدې په تېره بيا هغه زېړ رنګه ټينګه ماده چې ورږه (فله) ورته ويل كېږي چې په خوړو يې ماشوم د ډول، ډول ناروغيو په وړاندې معافيت حاصلوي، ډېره ګټوره او مکمله خواړه دي، خو له بده مرغه ځينې ميندې چې د دغو موادو په ګټه نه پوهېږي او دغه زېړ رنګه ګټوره ماده خپل ماشوم ته نه وركوي.
له بلې خوا دې ته په پاملرنې سره چې زموږ ډېرى كورنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او نه شي كولاى چې خپلو ماشومانو ته وچې شيدې واخلي، نو د مور د شيدو ګټه دا ده چې وړيا، صحي او هره لحظه تيارې او آماده دي او يوه مور كولاى شي چې په هر وخت كې د خپل ماشوم د تغذيې لپاره ورڅخه كار واخلي. د هر ځلې شيدو وركولو په وخت كې بايد مور خپل لاسونه پاك پريمينځي، کله چې ماشوم د خپلې مور له شیدو څخه ګټه پورته کوي، له زیات وزن اخیستو څخه په امان کې وي.
زموږ په ټولنه كې وينو چې ډېرى كورنۍ له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او لكه څنګهچې اړينه ده درې وخته ښه او مكلفه ډوډۍ نه شي خوړى، نو له همدې كبله په داسې كورنيو كې بيا هغه ميندې چې ماشوم ته شيدې وركوي، د شيدو له كمښت سره مخامخ دي چې دوى بيا كولاى شي د ارزان بيه له خوړو، سبو، حبوباتو او مايعاتو څخه استفاده وكړي، خو هېڅكله دې خپل ماشوم ته پوډري يا وچې شيدې نه ورکوي، ځكه كوم ماشومان چې په وچو يا پوډري شيدو لویېږي له جسمي او ذهني لحاظه، نظر هغو ماشومانو ته چې د مور په شيدو تغذيه كېږي، ډېر ضعیف او د پوره روغتيا خاوندان نه وي.
هغه ميندې چې كومه روغتيايي ستونزه نه لري، بايد هڅه وكړي چې خپلو ماشومانو ته لږ تر لږه تر شپږو مياشتو پورې شيدې وركړي .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

