له هغه وروسته چې د امنيتي تړون په برخه كې افغان او امريكايي لوري تر اوږدو لانجو د خبرو د نهايي پړاو پيليدو ته شنه څراغونه وركړل او د امريكا لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي په كابل كې د یوه خبري كنفرانس پر مهال تر اكتوبر پورې د سند لاسليكيدو ته هيله وښوده، اوس د افغانستان او
له هغه وروسته چې د امنيتي تړون په برخه كې افغان او امريكايي لوري تر اوږدو لانجو د خبرو د نهايي پړاو پيليدو ته شنه څراغونه وركړل او د امريكا لوى درستيز جنرال مارټين ډيمپسي په كابل كې د یوه خبري كنفرانس پر مهال تر اكتوبر پورې د سند لاسليكيدو ته هيله وښوده، اوس د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډوبنز تمه ښودلې چې دا تړون به ايله د څو اوونيو په موده كې د كابل او واشنګټن تر منځ لاسليك شي.
کابو دوه میاشتې وړاندې افغان دولت له امريكا سره د امنيتي تړون خبرې په قطر كې د طالبانو د دفتر د څرنګوالي پر سر د راپورته شويو لانجو په احتجاج تړلې وې، وروسته افغان دولت په دې برخه كې د پرېكړې په هدف د لويې جرګې د راغوښتلو اعلان وكړ او امريكا بيا په ډاګه كړه، كه له افغان حكومت سره د امنيتي تړون پر سر هوكړې ته ونه رسېږي، تر ۲۰۱۴ وروسته به په دغه هېواد كې د خپلو ځواكونو كچه صفر كړي.
خو د جولای په وروستيو كې كابل ته د مارټين ډيمپسي سفر او له جمهور رئيس کرزي سره د هغه ځانګړې ليدنې اوضاع يو څه ارامه او د خبرو د ساړه جنګ له كړكېچه راوويسته.
اوس داسې ښكاري چې افغان دولت له امريكا سره د امنيتي تړون په برخه كې تر وروستي بريده توافق ته رسېدلى چې نښې يې د جيمز ډوبنز په وروستيو څرګندونو كې كې تر سترګو كېدلى شي.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډوبنز د اګست په لومړۍ ورځ كابل كې خبريالانو ته څرګنده كړه چې اوس د كابل او واشنګټن تر منځ جدي اختلافات حل كېدو ته نږدې شوې او د سند په لاسليكېدو به يوازې څو اوونۍ وخت ولګېږي.
په افغانستان کې له ۲۰۱۴ کال وروسته د امریکايي ځواکونه د پاتې کېدو شرایط، د هغوی قانوني خوندیتوب او له افغانستان سره د امریکا د اوږد مهالو مرستو ضمانت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي بلل کېږي.
بلخوا افغان جمهور رئيس كرزى هم په دې ټينګار كوي چې له امريكا سره به امنيتي تړون په داسې شرايطو لاسليكوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات، د امنیتي ځواکونو د پیاوړتیا او د يو متحد او خپلواک افغانستان سبب شي.
جمهور رئيس كرزي له ډيمپسي سره تر كتنې وروسته دا هم وويل چې د پورته شرايطو په پام كې نيولو سره تر ۲۰۱۴ كال اخوا ته په افغانستان كې د امريكايي ځواكونو له قانوني اوسيدو سره موافق دى.
دا په داسې حال كې ده چې په دې وروستيو كې كابل د امريكا او برېټانيا په ګډون له مختلفو هېوادونو سره ستراتيژيك تړونونه لاسليك كړي، خو له امريكا سره د امنيتي تړون پر سر چې له مخې به يې د دغه هېواد يو شمېر سرتېري تر اوږدې مودې په افغانستان كې پاتې شي، لوړې ژورې ځكه راپورته شوې وې چې د افغان چارواكو او كارپوهانو په وينا دا امنیتي تړون تر ټولو مهم دی او باید په اړه يې په احتیاط ګامونه پورته شي.
كه څه هم په دې اړه اوس او پخوا ځینې سیاسي ګوندونو او سازمانونو ټينګار كړى چې دا تړون له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره مهم دی او باید چې ژر تر ژره لاسلیک شي، خو يو شمېر شنونكي او سياسي كارپوهان بيا افغان دولت ته د دې سند په لاسليكولو كې د ډېر دقت او د افغانستان د ګټو ساتلو او خونديتوب ساتلو سپارښتنه كوي.
د سياسي چارو شنونكى يونس فكور په دې وروستيو كې له امريكا سره د امنيتي تړون په اړه د افغان دولت نرمښت غوره ګام بولي، خو د ده له نظره افغان دولت اوس هم د تړون د لاسليكولو په بدل كې له خپلو ډېرو غوښتنو تېر شوى دى: ((مخكې افغان دولت له امريكا غوښتل چې ځواكونه يې قوي كړي، كال په كال ټاکلې اندازه پيسې وركړي، د اقتصاد د تقويې لپاره به په افغانستان كې فابريكې جوړوي او نور، خو اوس فكر كوم افغان دولت دې حد ته خپلې غوښتنې راوستي چې وايي، د افغانستان ارضي تماميت وساتل شي، له خارجي تيريو او مداخلو افغان پولې وساتل شي او سوله راشي، اوس نو مارټين ډيمپسي هم دا منلې او افغان دولت ورسره د خبرو بيا پيليدو ته غاړه ايښې.))
نوموړى زياتوي دا هغه غوښتنې وې چې د امنيتي تړون په محتوياتو او خبرو كې بحث پرې كېدلى شو: ((زه فكر كوم د افغان دولت لخوا دا ټولې غوښتنې د تړون د لاسليكولو د شرط په توګه وړاندې كېدلې، كه د امنيتي تړون خبرې پيل شوې واى او كرزي خپلې غوښتنې وړاندې كړې واى، نو د هرې غوښتنې امكان او نه امكان به يې ورسره مطرح كړى و، نه دا چې د ملت په كچه يوه مهمه موضوع دومره ځنډول شوې واى، افغان دولت ته پكار دي چې ملي غوښتنې د تړون پر سر خبرو كې مطرح كړي، نه دا چې د سند لاسليكولو د شرط په توګه يې اوس وړاندې كوي.))
په ننګرهار پوهنتون كې د ډيپلوماسۍ پخوانى استاد رضوان بشرمل هم د امنيتي تړون په برخه كې د دواړو لوريو ګټو د ساتلو غوښتنه كوي او زياتوي اوسنۍ واكمنې كابينې ته نه دي پكار چې په راتلونكي كې د خپل واك غځولو په هدف ملي مسئله شاته وغورځوي: (( زه فكر كومه خبره په دې كې ده چې افغان دولت د امريكا مرستو ته د شفافيت تضمين نه شي وركولى، بله دا چې اوازې دي چې كرزى غواړي همداسې خپله يا خپل كوم ملګرى په واك كې پاتې كړي، دا د دوى شخصي مسايل دي، ملي مسئله دا ده چې ايا افغانان تر ۲۰۱۴ وروسته خپل هېواد دوه لسيزې شاته بيول غواړي او كه له نړيوالو سره د يو شريك په توګه د خپل هېواد راڅرګندول غواړي، زموږ چارواكي بايد دا په پام كې ونيسي چې د امريكا د ګټو په مقابل كې زموږ ګټې څومره مهمې دي؟ او څومره ورته په امنيتي تړون كې احترام شوى دى.))
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

