د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماين چاودنې له كبله يوه ماشومه وژل شوې او لس تنه نور ټپیان دي. د ځايي رسنيو د راپور له مخې دغه چاودنه پرون په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ماين چاودنې له كبله يوه ماشومه وژل شوې او لس تنه نور ټپیان دي.
د ځايي رسنيو د راپور له مخې دغه چاودنه پرون په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې په دې پېښه كې چې د يوه ماركېټ مخې ته رامنځته شوې په ترڅ كې يې يوه ۱۲ کلنه نجلۍ وژل شوې او لس تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې برید مسولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

