ads

كراچۍ كې چاودنې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واوړوله

د كراچۍ ښار په يوه فوټبال لوبغالي كې د بمي چاودنې له كبله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د سند د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د دې بريد موخه ايالاتي وزير جاويد ناګور و، خو هغه ته پكې زيان نه دى     د كراچۍ […]

نویسنده: TKG
16 زمری 1392
كراچۍ كې چاودنې ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واوړوله

د كراچۍ ښار په يوه فوټبال لوبغالي كې د بمي چاودنې له كبله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د سند د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د دې بريد موخه ايالاتي وزير جاويد ناګور و، خو هغه ته پكې زيان نه دى

 

 

د كراچۍ ښار په يوه فوټبال لوبغالي كې د بمي چاودنې له كبله ۳۱ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

د سند د اطلاعاتو وزير شرجيل ميمن د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې د دې بريد موخه ايالاتي وزير جاويد ناګور و، خو هغه ته پكې زيان نه دى اوښتى.

نوموړي زياته كړې، دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې جاويد ناګور له لوبې وروسته د خپل موټر پر لور روان و.

د ده په وينا، په دې پېښه كې ۱۱ تنه وژل شوي او نږدې شل تنه ټپيان دي، چې بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د دې پېښې پړه لا چا پرغاړه نه ده اخيستې.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA