د روسيې دفاع وزير ويلي چې؛ په افغانستان او منځنۍ اسيا كې راتلونکى وضعيت په افغانستان کې د جمهوري رياست د ټاکنو په پايلو پورې تړاو لري. ازادۍ راډيو د روسيې دولتي خبري اژانسونه ايترتاس او انټرفاکس په حواله ليكي چې د روسېې د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو پرون د ايټاليا د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل.
د روسيې دفاع وزير ويلي چې؛ په افغانستان او منځنۍ اسيا كې راتلونکى وضعيت په افغانستان کې د جمهوري رياست د ټاکنو په پايلو پورې تړاو لري.
ازادۍ راډيو د روسيې دولتي خبري اژانسونه ايترتاس او انټرفاکس په حواله ليكي چې د روسېې د دفاع او بهرنيو چارو وزيرانو پرون د ايټاليا د دفاع او بهرنيو چارو له وزيرانو سره وکتل.
دې لوړ رتبه پوځي چارواکي پرون په ايټاليا کې ويلي چې؛ له استثنا پرته ټول لوري د افغانستان د جمهوري رياست د ټاکنو د پايلو له څرنګوالي انديښنه لري.
د سرګې شويګو په وينا، دا انديښنې د دې لپاره زياتې شوې دي چې؛ هيڅ لوري ته د دې ټاکنو ميکانيزم نه دى څرګند، د شفافيت او مشروعيت په اړه يې شک کيږي.
د ايټاليا او روسې د بهرنيوچارو وزيرانو هم سره کتلي او ويل کيږي چې د بحث عمده برخه يې پر افغانستان راڅرخېده .
ايټاليا په افغانستان کې څه باندې ۲۸۰۰ (دوه زره او اته سوه ) عسکر لري چې ډير يې د ناټو تر قومانده لاندې په هرات ، غور او بادغيس کې خدمت کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

