د پاکستان په بلوچستان ايالت کې کې چارواکي وايي، له کوټې نه پنجاب ته تلونکي ۱۳ مسافر له تښتول کېدو وروسته د وسله والو له لوري وژل شوي دي.
په بولان کې د ځايي چارواکو له قوله ويل شوي، دغه ۱۳ کسان د شپې له موټره ښکته کړاى شوي، بيا يوې غرنۍ سيمې ته بېول شوي او سهار مهال يې
د پاکستان په بلوچستان ايالت کې کې چارواکي وايي، له کوټې نه پنجاب ته تلونکي ۱۳ مسافر له تښتول کېدو وروسته د وسله والو له لوري وژل شوي دي.
په بولان کې د ځايي چارواکو له قوله ويل شوي، دغه ۱۳ کسان د شپې له موټره ښکته کړاى شوي، بيا يوې غرنۍ سيمې ته بېول شوي او سهار مهال يې مړي موندل شوي دي.
تر بريد وروسته په دغه سيمه کې د ډزو په پايله کې د امنيتي ځواکونو يو افسر وژل شوى او يو بل ټپي دى.
وسله والو دغه بس موټر له بولان سره نژدې درولى، ۱۳ تنه يې ښکته کړي او موټر يې له ځانه سره بېولى، خو د بس موټر نورو سپرليو ته يې څه نه دي ويلي او خوشې کړې يې دي.
په بلوچستان ايالت کې پر بسونو بريدونه تر دې وړاندې هم کېدل او په څو بريدونو کې شيعه وګړي له بسونو ښکته کړاى شوي او له پېژندنې وروسته په ډزو وژل شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


