د خوست يو شمېر متقاعدین پر ځایي او اړونده مسوولینو نيوکې کوي چې د خپلو حقونو په ورکولو کې یې ناغیړي کوي. یاد متقاعدین چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مخې ته راټول شوي وو، ادعا كوله چې له مركزه، ولايت ته بودجه را انتقال شوې او ټول اړونده مراحل يې
د خوست يو شمېر متقاعدین پر ځایي او اړونده مسوولینو نيوکې کوي چې د خپلو حقونو په ورکولو کې یې ناغیړي کوي.
یاد متقاعدین چې د کار او ټولنیزو چارو ریاست مخې ته راټول شوي وو، ادعا كوله چې له مركزه، ولايت ته بودجه را انتقال شوې او ټول اړونده مراحل يې هم طی شوي، خو بیا هم دوی ته په اوونیو اوونیو وخت ورکول کېږي او پيسې نه وركول كېږي.
د دوی په وينا، له یوې خوا تر ښاره د لارې مصارف، روژه او د ځینو متقاعدينو کمزوری اقتصادي حالت هغه ستونزې دي چې نشي کولای دوى هره ورځ د تقاعد پیسو د لاسته راوړو په خاطر پر رياستونو وګرځي.
د سپیلنې په نوم يو تن پخوانی پوځي جنرال په دې اړه وايي: (( پوره لس ورځې کېږي چې ځم راځم، ته دا روژه وګوره او د دوی پرله پسې ژمنې.))
یوه بل متقاعد چې نوم یې وانخست وویل: (( د تقاعد پیسو اړونده ټول مراحل طی شوي، بودجه او دارايي هم را انتقال شوې، نو په دې کې نور کوم کارونه پاتې دی چې موږ ته يې نه راکوي؟))
ځینو نوور متقاعدینو هم ورته نظرونه درلودل او د دوى په خبره، ډېرو وعدو نهیلي کړي دي: (( که تقاعدي معاش په وخت رانه کړل شي، زموږ لوېدلی اقتصادي حالت به نور هم له دې بتر شي.))
یوه بل تن متقاعد په خپلو څرګندونو کې د واسطې خبره ياده كړه او ويې ويل چې د خپلوۍ او واسطې خبره ده، د هغو كسانو کارونه په وخت خلاص شوي چې واسطه ولري، خو د هغو چې کومه واسطه نه لري همداسې د انتظار شېبې شماري.
د متقاعدېنو یادې ستونزې په اړه د خوست مستوفي جنت ګل سعید وايي چې دوى يې كار په وخت خلاص كړى دى. مستوفي جنت ګل سعيد زياته كړه :(( موږ د متقاعدينو کارونو كې کوم ځنډ نه دی راوستی، ټول کارونه مو ورته په وخت خلاص کړي او د کار ټولنیزو چارو ریاست او نورو اړونده ادارو ته مو د ورستیو مراحلو د ترسره کولو په پار استولي دي.))
د متقاعدينو د یادې ستونزې په اړه مو وغوښتل چې د کار او ټولنیزو چارو د رئیس غبرګون هم واخلو، خو هغه له خبرو ډډه وکړه.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

