ads

د ايران نوي جمهوررئيس له فساد سره د مبارزې ژمنه وكړه

حسن روحاني د ايران د نوي جمهوررئيس په توګه لُوړه وکړه. پارلمان ته په وينا کې پرون روحاني د هېواد د اقتصاد د ښه کولو، له فساد سره د مبارزې او کاري زمينو د برابرولو ژمنه وکړه. حسن روحاني د ايران د نوي جمهوررئيس په توګه لُوړه وکړه. پارلمان ته په وينا کې پرون روحاني […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1392
د ايران نوي جمهوررئيس له فساد سره د مبارزې ژمنه وكړه

حسن روحاني د ايران د نوي جمهوررئيس په توګه لُوړه وکړه. پارلمان ته په وينا کې پرون روحاني د هېواد د اقتصاد د ښه کولو، له فساد سره د مبارزې او کاري زمينو د برابرولو ژمنه وکړه.

حسن روحاني د ايران د نوي جمهوررئيس په توګه لُوړه وکړه.

پارلمان ته په وينا کې پرون روحاني د هېواد د اقتصاد د ښه کولو، له فساد سره د مبارزې او کاري زمينو د برابرولو ژمنه وکړه.

هغه وويل، يو له لومړيتوبونو به يې دا وي، چې د ښځو حقونه نور هم پراخ او هغوى ته ډېر فرصتونه برابر شي.

د ايران نوي جمهوررئيس د خپلې بهرنۍ تګلارې په برخه کې پر دوه اړخيز باور او درناوي ټينګار وکړ.

هغه له لويديځ نه غوښتنه وکړه، چې د بنديزونو له ژبې لاس واخلي او په وينا يې، د بنديزونو ګواښ به کار ونه کړي.

سپينې ماڼۍ روحاني ته په يوه پيغام کې د مبارکۍ ترڅنګ ويلي، که حکومت يې د ايران د اټومي پروګرام يوه سوله ييز حل ته جدي ژمن شي، نو هرکله به په امريکا کې يو ښه ملګرى ومومي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA