د مصر د کړکېچ د پای ته رسولو په تړاو د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه مشهور سناتوران د نړيوالو منځګړو په توګه قاهرې ته ځي. ټاکل شوې سناتور جان مک کېن او سناتور لندزي ګراهام نن مازديګر قاهرې ته ورسېږي او دوه ورځې له مصري چارواکو سره ليده کاته وکړي.
د مصر د کړکېچ د پای ته رسولو په تړاو د امريکا د جمهوري غوښتونکي ګوند دوه مشهور سناتوران د نړيوالو منځګړو په توګه قاهرې ته ځي.
ټاکل شوې سناتور جان مک کېن او سناتور لندزي ګراهام نن مازديګر قاهرې ته ورسېږي او دوه ورځې له مصري چارواکو سره ليده کاته وکړي.
امريکايي او اروپايي ډيپلوماتانو د يکشنبې په ورځ هم له پوځي مشرانو او د لرې کړای شوي جمهوررئيس محمد مرسي د ډلې اخوان المسلمين له پلويانو سره خبرې کړې دي.
د خبرو په اړه جزيات نه دي اعلان شوي، خو ښکېلې غاړې هېله منې دي، چې د محمد مرسي د پلويانو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د وينې تويېدو مخه ونيول شي.
د قطر او عربي متحده اماراتو ډيپلوماتانو هم په دغو خبرو کې ونډه لرله.
بل خوا په قاهره کې محکمې اعلان کړی، چې د اخوان المسلمين د يوه مشر محمد بديع محاکمه، چې په يوه نامعلوم ځای کې پټ شوی او د هغه مرستيال خيراط شاطر، چې د خلکو په پارولو تورن دي، څو ورځې وروسته پيلېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


