ads

امين: د جمهور رئيس كرزي د فرمان ۱۳۹ مادې اجرايي شوې

جمهور رئیس کرزي د تېرکال په زمري کې د فساد پرضد د مبارزې په مقصد ۱۶۴ ماده يي فرمان صادر کړ او د عملي کولو لپاره یې اړوندو دولتي ادارو ته حکم وکړ. اوس چې د دغه فرمان له صدور څخه پوره یو کال تېرېږي د چارو اداره او د وزیرانو شورا دارالانشا وايي چې […]

نویسنده: TKG
14 زمری 1392
امين: د جمهور رئيس كرزي د فرمان ۱۳۹ مادې اجرايي شوې

جمهور رئیس کرزي د تېرکال په زمري کې د فساد پرضد د مبارزې په مقصد ۱۶۴ ماده يي فرمان صادر کړ او د عملي کولو لپاره یې اړوندو دولتي ادارو ته حکم وکړ. اوس چې د دغه فرمان له صدور څخه پوره یو کال تېرېږي د چارو اداره او د وزیرانو شورا دارالانشا وايي چې د دغه فرمان ۱۳۹ مادې اجرايي

جمهور رئیس کرزي د تېرکال په زمري کې د فساد پرضد د مبارزې په مقصد ۱۶۴ ماده يي فرمان صادر کړ او د عملي کولو لپاره یې اړوندو دولتي ادارو ته حکم وکړ. اوس چې د دغه فرمان له صدور څخه پوره یو کال تېرېږي د چارو اداره او د وزیرانو شورا دارالانشا وايي چې د دغه فرمان ۱۳۹ مادې اجرايي شوې دي.

که څه هم دا نیک خبر دی، خو تر دې یوه ورځ مخته له فساد سره د مبارزې افغان شبکې او له اداري فساد سره د مبارزې د څار ادارې د دولت له کړنو په انتقاد کولو وویل د اداري فساد په پراختیا اندېښنه څرګنده کړه.

د چارو په اداره كې د نظارت او انسجام د رياست مرستيال نجيب الله امين د زمري په ۷مه نېټه د يو خبري كنفرانس په ترڅ كې د خپلې ادارې اقدامات کامیاب وبلل او زياته يې كړه چې د جمهور رئيس کرزي د ياد فرمان له ۱۶۴ مادو يې ۱۳۹ اجرا، ۱۴ د اجرا كېدو په حال كې او له دې جملې ۱۰ يې په دايمي دندو كې راځي، خو پاتې يوه يې تر اوسه نه ده اجرا شوې: (( په دې كې د بګرام په شمول ځينې زندانونه افغانانو ته سپارل شوي، د واليانو تبديلي، د هغوى د مرستيالانو او ولسوالانو ټاكل هم اوس د ازاد رقابت له لارې كېږي، دارنګه د ټاكنو د نېټې نهايي كول، د جمهور رئيس لخوا د ټاكنو د قانون توشيح او د ۱۵۸۳۱ كسانو كشفي او عدلي تعقيب مو هم كړى چې اووه مليونه جريبه ځمكه يې غصب كړې وه.))

نوموړي وويل له تېر يوه كال راهيسې يې د هغو كانونو لېست هم كشفي ارګانونو ته سپارلى چې په خپل سر استخراجېدل. د امين په خبره د خپل كاري تداوم په لړ كې يې ۱۶۶ د بهرنيانو قرارګاوې هم د هغوى تر تخليې وروسته افغان ځواكونو ته سپارلې دي: (( دا رنګه مو محاكمو ته د راجع شويو ٤٦٥١٨ دوسيو مراحل طى كړل، ٨٨٧٦ يې نهايي شوي او ١٠٩١٣ نورې نوې دوسيې مو هم بررسي كړي، د كابل بانك علني محكمه او د جمهور رئيس د نورو احكامو تطبيق هم شوى دى.))

خو تر دې یوه ورځ مخته د زمري په ۶مه له فساد سره د مبارزې افغاني شبكې او د فساد ضد مبارزې څارونكې ادارې د يو خبري كنفرانس كې د دولت پر چارو او د ياد فرمان د پلي كوونكو ادارو پر كړنو نيوكه وكړه او زياته يې كړه  چې  تر اوسه يې د فساد په مخنيوي كې يو ګام پرمختګ هم نه دى كړى.

دواړو بنسټونو په خپل خبري كنفرانس كې وويل له فساد سره د مبارزې په اړه د جمهور رئيس كرزي تر ۱۶۴ماده يي فرمان، يو كال اوښتى خو فساد او رشوت لا هم په خپل اوج كې دى.

دغو دواړو ادارو په ګډه دولت ته د دې ټینګار كړى چې د فساد پر ضد د يوې قوي سياسي ارادې نشت، د قوي تضمين او د كاري ميكانېزم عدم موجوديت د جمهور رئيس د فرمان لپاره په ټاكلي ضرب الاجل هېڅ اغېز نه دى كړى، بلكې په خبره يې فساد لا هم په خپل اوج كې  دى او د ولس د اندېښنو ګراف يې يوه درجه هم نه دى راښكته كړى.

له فساد سره د مبارزې افغاني شبكې او د فساد ضد مبارزې څارونكې ادارې پر دولت غږ وكړ چې له فساد سره د مبارزې په اړه خپلې كړې ژمنې عملي كړي او د دوامداره اصلاحاتو راوستو په هدف دې، په ټولو اړخونو كې د مكافاتو او مجازاتو وركولو لاره ونيسي.

د چارو شنونكي هم د يوې سالمې او له فساد پاكې ادارې د نشت له کبله پر حكومت انتقاد كوي او زياتوي، كه دا چاره دوام وكړي، نو لرې نه ده چې اوسنى حكومت به د نړيوالو لخوا تر بشپړ سوال لاندې راشي.

سياسي شنونكى خالد نور همدا خبره كوي او وايي، جمهور رئيس كرزي ته په كار وه چې د خپل حكومت په وروستۍ دوره كې يې ټوله توجه د يوې پاكې ادارې رامنځته كولو ته اړولې واى: (( اوس خو كه فساد همداسې اوج كې وي، خلك مجبورا مخالفينو ته مشروعيت لټوي، نړيوال به هم وايي چې دا دولس كاله مو مرستې وكړې، خو چې افغانانو ته يې په لاس وركړو، هغه غيبې شي، زه وايم، د فساد كړۍ او مافيا ډلې دومره نه دي، خو دا چې دوى فرصت پيدا كړى او خپلې ريښې يې غځولې دي، بايد مشران يې په ګوته او د قانون منګولو ته وسپارل شي، د دوى پاتې شوني به خپله له فساده لاس واخلي.))

ليكوال او ژورنالېست عارف الله حقپرست هم د دولت د مخالفينو يوه لويه ډله د اداري فساد ځپلې بولي او زياتوي كه افغان حكومت تر هرڅه لومړى د فساد پر ضد كوټلي ګامونه واخلي، نو راتلونكې انتخابي ادارې ته به هم هيلې پيدا شي: (( د فساد مخنيوي ته توجه د مخالفينو كمزوري كولو په معني دي، دغه راز به خلكو ته هيله پيدا شي چې دوى يو ولسي حكومت جوړولو ته رسېدلي او په ټاكنو كې به هم په پراخه كچه ونډه واخلي، د انتقالي عدالت پلي كېدل به هم د ډېرو خلكو ډك زړونه تش كړي.))

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA