د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېرو دوو کلونو د همدې مودې په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی دېرش فیصده ډېر شوی دی.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې د تېرو دوو کلونو د همدې مودې په پرتله له ښځو سره تاوتریخوالی دېرش فیصده ډېر شوی دی.
د ياد كمېسيون مسوولين وایي چې په دې کمېسیون کې هره اوونۍ د جنسي تېریو او ناموس په نوم د ښځو د وژنې تر درېیو یا څلورو پورې پېښې ثبتېږي.
د دوى په وينا، د سږکال په لومړیو څلورو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۷۰۰ قضیې ثبت شوې دي.
په دې کمېسیون کې د ښځو د څانګې مسوولې لطیفې سلطاني آزادۍ راډیو ته ويلي چې دا له ښځو سره په تاوتریخوالي کې له ۲۵ تر ۳۰ فيصدو زیاتوالی ښيي.
د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د غیرت په نوم د وژنو او د جنسي تېریو د پېښو په اړه په داسې حال کې اندېښنه ښيي چې په دې وروستیو کې هم په څو ولایتونو کې دارنګه پېښې وشوې.
د غور ولایت په چغچران ولسوالۍ کې پر یوې ښځې په ډله ییزه توګه جنسي تېری او په بدخشان کې پر یوې درې نیم کلنې ماشومې جنسي تېری د هغو پېښو له ډلې څخه دي چې تېره اوونۍ وشوې.
بلخوا د بشري حقونو خپلواك کمېسیون په غور ولايت کې د ښځو په وړاندې ۷۵ فيصده د تاوتریخوالي د ډېرېدو خبر ورکوي.
په غور کې د ياد كمېسيون سیمه ییز دفتر وايي، ډېر کله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملین نه نیول کېږي او نه هم محاکمه کېږي.
که څه هم لس کاله کېږي چې په هېواد کې د ډيموکراسۍ او د ښځو د حقونو د تامین ډول غږول کېږي، خو لا هم د هېواد په ډېری سیمو کې هماغه د جنګسالارۍ او قوماندان سالارۍ قانون حاکم دی او هر جنګ سالار او ټوپک سالار سلګونه وسله وال کسان لري چې په اړونده سیمه کې ورته څوک برند نه شي کتلای او هر هغه څه یې چې زړه وغواړي په خپل ملوک الطوایفي چاپېریال کې يې ترسره کوي.
یو عمده علت چې د دې پېښو د تکرار سبب ګرځي دا دی چې قانون نه تطبیقېږي، د دا ډول اعمالو ترسره کوونکي نه نیول کېږي او که نیول کېږي هم، له دې کبله چې زورواکي دي او یا خو د پیسو په زور ډېر ژر بېرته خوشې کېږي. د قانون نه تطبیق زموږ د ټولنې اساسي ستونزه ګڼل کېږي، په ډېری نورو مواردو کې هم دا کار په ټولنه کې د نا امنۍ او انارشۍ سبب ګرځېدلی دی.
په داسې حال کې چې له ښځو سره د تاوتريخوالي د مخنيوي د قانون په پنځمه ماده کې راغلي دي چې جنسي تېری، وهل ټکول، تحقير او تخويف، ځورول او کړول د ښځې په ضد تاوتريخوالی ګڼل کېږي، تاوتریخوالی جرم دی هېڅوک حق نه لري چې دغه عمل ترسره کړي، د سرغړونې په صورت کې ددغه قانون د احکامو له مخې مجازات کېږي.
له بلې خوا په لرې پرتو سیمو کې لا د پخوا په څېر له دې کبله چې د حکومت کړنې ضعیفې او ناتوانه دي، نو دا ډول خلک له قانون څخه په سرغړونې او خپلسریو هر څه چې وغواړي هغه ترسره کوي او له بده مرغه ډېری وخت د دغو بې قانونیو او خپلسریو قربانیان ښځې او ماشومان دي، ځکه دا دواړه د ټولنې هغه برخه دي چې ډېر ژر متضرر کېږي او هغه عامیانه متل هم دی چې د نارینه وو لاس هم پرې بر دی.
بل خوا د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم څو څو ځلې اندېښنه ښودلې چې په افغانستان کې پر ماشومانو هم د جنسي تېري پیښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوې دي.
د بشري حقونو د دفاع ډلو د رپوټونو له مخې، په افغانستان کې هر کال د تاوتریخوالي سلګونه پېښې رامنځ ته کېږي چې په كې ځان وژنه، ځان سوځونه، له کور څخه تېښته، وهل ډبول، جبري ودونه او نور شامل دي.
نن سبا د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې داسې پېښې لیدل کېږي چې قلم يې په ليکلو شرمېږي.
د دې لپاره چې ښځې ته هم د انسان په سترگه کتل شوي وي، اړينه ده چې دولت د قانون پلي کېدو او د ښځو په وړاندې ناروا کړنو ته جدي پاملرنه وکړي او ديني عالمان، ټولنيز سازمانونه او مدني ټولنې د ښځو په وړاندې د ظالمانه کړنو او توپيريز چلند پر ضد پراخ تبليغ وکړي او زموږ هېوادوال په دې پوه کړي چې ښځه هم انسان ده او له نارينه سره د ټولنيز ژوند په ټولو برخو کې برابر حق لري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


