ads

حسن روحاني نن د لوړې مراسم پر ځاى كوي

په ايران کې پرون ملا حسن روحاني د جمهوررئيس په توگه د محمود احمدي نژاد پر ځاى خپل کار پيل کړ. د روحاني دنده د ايران مذهبي مشر په پايتخت تهران کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تاييد کړه. په ايران کې پرون ملا حسن روحاني د جمهوررئيس په توگه د محمود احمدي […]

نویسنده: TKG
13 زمری 1392
حسن روحاني نن د لوړې مراسم پر ځاى كوي

په ايران کې پرون ملا حسن روحاني د جمهوررئيس په توگه د محمود احمدي نژاد پر ځاى خپل کار پيل کړ. د روحاني دنده د ايران مذهبي مشر په پايتخت تهران کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تاييد کړه.

په ايران کې پرون ملا حسن روحاني د جمهوررئيس په توگه د محمود احمدي نژاد پر ځاى خپل کار پيل کړ.

د روحاني دنده د ايران مذهبي مشر په پايتخت تهران کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې تاييد کړه.

دى به د لُوړې رسمي مراسم نن د ايران په پارلمان کې پر ځاى کړي.

روحاني په جون کې د جمهوري رياست ټاکنې په دې ژمنو گټلې وې، چې اصلاحات به راولي او د ايران نړيوال گوښى والى به پاى ته رسوي.

٦٤ کلن روحاني له نړيوالې ټولنې سره په اټومي خبرو کې د ايران استازى او د ١٩٧٩ کال تر انقلاب دمخه اسلامپالى مبارز و.

د واک تر رسمي نيولو يوه ورځ مخکې روحاني وويل، چې د اسراييلو اشغال پر اسلامي ملت يو زوړ ټپ دى.

ايران د ١٩٧٩ کال تر انقلاب راهيسې تل د اسراييلو د شتوالي حق رد کړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA