نړيوالو پوليسو “انټرپول” وروسته تر هغې د لويو ممکنه ترهګريزو بريدونو رامنځ ته کېدا خبردارى ورکړى، چې عراق، پاکستان او ليبيا کې پر زندانونو د القاعدې شبکې د بريدونو پايله کې سلګونه بنديان وتښتېدل.
نړيوالو پوليسو “انټرپول” وروسته تر هغې د لويو ممکنه ترهګريزو بريدونو رامنځ ته کېدا خبردارى ورکړى، چې عراق، پاکستان او ليبيا کې پر زندانونو د القاعدې شبکې د بريدونو پايله کې سلګونه بنديان وتښتېدل.
د انټرپول دا خبردارى وروسته تر هغې اعلان شوى، چې د امريکا متحده ايالتونو په رسمي توګه د القاعدې شبکې د ممکنه ترهګريزو بريدونو په اړه اندېښنه ښودلې وه.
نړيوالو پوليسو په يوه اعلاميه کې ويلي، انټرپول په دې نظر دى، چې د القاعدې بريدونو کې د سلګونو بنديانو تښتېدل القاعده پياوړې کولى شي.
انټرپول له ۱۹۰ غړو هېوادونو غواړي، چې امنيتي تدابير ټينګ کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

