ads

خسیس سپین ږیږی

د كابل پوهنتون محصلينو په لومړي ځل د نړيوالو ادبياتو د وتلي فرانسوي ليكوال ((مولير)) يوه اوږده ((خسيس) ډرامه د تياتر په سټيج تمثيل كړه. دا څلور ساعته ډرامه د ښكلو هنرونو پوهنځي د تياتر څانګې د څلورو محصلينو، خديجه درمان، شاه محمد يارمل، جاويد فرملي او مريم خدادادي په د كابل پوهنتون محصلينو په […]

نویسنده: The Killid Group
9 زمری 1392
خسیس سپین ږیږی

د كابل پوهنتون محصلينو په لومړي ځل د نړيوالو ادبياتو د وتلي فرانسوي ليكوال ((مولير)) يوه اوږده ((خسيس) ډرامه د تياتر په سټيج تمثيل كړه. دا څلور ساعته ډرامه د ښكلو هنرونو پوهنځي د تياتر څانګې د څلورو محصلينو، خديجه درمان، شاه محمد يارمل، جاويد فرملي او مريم خدادادي په

د كابل پوهنتون محصلينو په لومړي ځل د نړيوالو ادبياتو د وتلي فرانسوي ليكوال ((مولير)) يوه اوږده ((خسيس) ډرامه د تياتر په سټيج تمثيل كړه.

دا څلور ساعته ډرامه د ښكلو هنرونو پوهنځي د تياتر څانګې د څلورو محصلينو، خديجه درمان، شاه محمد يارمل، جاويد فرملي او مريم خدادادي په لارښوونو او هڅو ترتيب شوې وه چې د ياد پوهنځي ۱۵ تنه محصلينو ((كريم اسير، يما حبيبي، فريبا نبي زاده، فريده محب زاده، محمد امان صيفي، جعفر جعفري، ساجده نايبي، فرزانه جلالي، محمد وحيد صابري، محمد مسعود عزيزي، احمد جاويد عابد، ذبيح كارا، بشير اتل، محمد شريف انوري او مسجدي مجيد))  په ۵ پردو او ۳۲ صحنو كې نږدې ۴۰۰ ګډونوالو ته د چنګاښ په ۳۰مه وړاندې كړه.

د ښكلو هنرونو پوهنځي د تياتر څانګې استاد عبدالحق حقجو وايي، د مولير ((خسيس)) ډرامه له تېرو دريو مياشتو راهيسې درې ډلو محصلينو ته د ډايركټرۍ او تمثيل د تمرين په هدف اېښودل شوې وه چې لومړۍ ډلې يې خپله وړتيا په ډېره لوړه كچه وښوده: (( دا ډېره اوږده ډرامه وه، دغه راز ډايركټري او تمثيل يې هم ډېر مشكل و، خو زموږ محصلينو وښودله چې هيڅ مشكل كار نه شته، زموږ دوه نور ګروپونه هم په دغه ډرامه كار كوي او ډېر ژر به يې ننداره كړي.))

د ((خسيس ډرامې)) لومړۍ محصله ډايركټره خديجه درمان وايي، دا ډرامه يې د دوبني سمسټر د پاى په وياړ او له نړيوالو اثارو سره د افغان ځوانانو د اشنايي په  هدف ترتيب كړې وه: (( زموږ د ډرامې بل خصوصيت دا و چې د افغانستان د ګوټ ګوټ محصلينو ونډه په كې لرله، موږ وښوده چې كه هېوادوال مو يو موټى شي، نړيوالو ته به وښيي چې افغانان څومره لوړ استعدادونه لري؟))

د كابل پوهنتون يو تن محصل عصمت بهير چې د ډرامې ليدو ته د ښكلو هنرونو پوهنځي د تالار په لومړي كتار كې ناست و، د ډرامې د كيسې په اړه وايي، كه څه هم له افغاني ژوند سره يې اړخ نه لګاوه، خو بيا هم ډېره جالبه وه: ((په ډرامه كې د يو خسيس سپين ږيري داستان و چې نه يې غوښتل خپل مال او زر له لاسه وركړي، خو له ده څخه يې همدا سرمايه غلا شوه، ډېرې لوړې ژورې يې وليدې او بيا حالات بېرته سم شول، د ډرامې په مكالمو كې ځاى ځاى طنز يې لا خوندور او په زړه پورې و.))

ژورنالست ګل محمد سنګت هم چې د ډرامې ليدو ته وربلل شوى و، له نندارې وروسته ډېر احساساتي ښكارېده او زياته يې كړه، د ډرامې په څلور ساعته جريان كې يې له هرې شيبې او هرې صحنې بې حسابه خوند واخست: (( هيڅ تصور نه كېده چې افغان محصلين به يوه نړيواله ډرامه په خپله خاوره داسې تمثيل كړي چې خلك به حيران پاتې كړي، دا زما لپاره د وياړ ځاى و چې په يو افغاني تالار كې د افغان لوبغاړو نړيوالې ډرامې ته كېناستم او يوه شيبه مې له خپلو هېوادوالو سره په ګډه د خندا موقع ترلاسه كړه.))

احمد جاوېد عابد چې په دغه ډرامه كې يې ځانګړى كومېډي او پيغام وركوونكى رول اجرا كړ، له څلورو ساعتو وروسته ډېر ستړى معلومېده، خو بيا يې هم په خوښۍ له كليد سره خبرو كې وويل، په  خپل داسې كركټر به چې افغانان وخندوي هېڅكله د ستړيا احساس ونه كړي: (( درې مياشتې مو د خلكو يوې خولې خندا لپاره كار وكړ، يوه مياشت خو بيخي له سهاره تر ماښامه په تمريناتو بوخت وو، خديجه درمان او شاه محمد درمان محصلين، خو زموږ د چارو ډېر پياوړي تنظيموونكي وو، زموږ د ډرامې پيغام د خلكو په شونډو خندا راوستل او له نړيوال تياتر سره د محصلينو اشنايي وه.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA