ads

کندوز کې ښځې بندیانې ډېرې شوې

د کندوز  د محبس چارواکي وايي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ښځو زندانیانو په شمېره کې دوه برابره زیاتوالى راغلی. د کندوز زندان د عمومي مدیر جنرال شاه میر امیرپور د څرګندونو له مخې، تېر کال د كندوز په زندان کې یوازې ۲۰ تنه ښځې بندیانې وې، خو […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1392
کندوز کې ښځې بندیانې ډېرې شوې

د کندوز  د محبس چارواکي وايي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ښځو زندانیانو په شمېره کې دوه برابره زیاتوالى راغلی. د کندوز زندان د عمومي مدیر جنرال شاه میر امیرپور د څرګندونو له مخې، تېر کال د كندوز په زندان کې یوازې ۲۰ تنه ښځې بندیانې وې، خو سږکال يې

د کندوز  د محبس چارواکي وايي چې د تېرو دوو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ښځو زندانیانو په شمېره کې دوه برابره زیاتوالى راغلی.

د کندوز زندان د عمومي مدیر جنرال شاه میر امیرپور د څرګندونو له مخې، تېر کال د كندوز په زندان کې یوازې ۲۰ تنه ښځې بندیانې وې، خو سږکال يې شمېره ۵۰ تنو ته رسېدلې او احتمال لري چې د روان کال تر پایه دا شمېره نوره هم پسې لوړه شي.

نوموړي وايي، ډېرې قضیې په هغو لرې پرتو سیمو کې رامنځته کېږي، په كومو کې چې د ښځو حقونو ته په کې هېڅ یا لږ پاملرنه شوې ده.

په یاد زندان کې بندۍ مېرمنې د وژنو، تښتونو، اخلاقي تېروتنو، مخدره موادو او داسې نورو جرمونو په تړاو شپې سبا کوي.

یو شمېر ښځېنه بندیانې وايي چې جرم فردي عمل دی، خو د كندوز په زندان كې له ځينو مېرمنو سره ماشومان  هم د بند شپې تېروي.

دغه ميندې وايي، د زندان ناوړه ژوند او له کرکې ډک حالت د  دوی د اولادونو پر روحې ښه اغېره نه لري.

دغه شمېر ميندې چې اوس په ياد زندان كې په بند محكومې شوې، تر ډېره د ځان د خلاصون  نه، بلكې د دوی په وينا، د خپلو اولادونو په فكر كې دي.

دوى له دولت څخه غواړي چې د زنداني مېندو ماشومانو ته مناسب ځایونه برابر کړي.

په یاد زندان کې یوه بندۍ مېرمن چې نه غواړي نوم يې ياد شي، وايي: (( زه  د ۶ ماشومانو مور یم، له جمهور رئیسه غواړم چې د کوچنیانو د راتلونکې او روزنې لپاره مې له بنده ازاده کړي.))

نوموړې زياته كړه: (( له ما سره مرسته وکړئ، زما ماشومان وژغورئ، زه به هېڅکله بیا د کومې ګناه مرتکبه نشم، زه بې وزله یم، کور او خاوند نه لرم، دغه ۶ واړه ماشومان ماته را ترغاړې دي.))

د کندوز زندان مسوولین وايي، د قوانینو له مخې تر۷ کلنۍ پورې ماشومان باید له میندو سره وي، وروسته ولایتي روزنتونونو ته لېږدول کېږي.

جنرال امیر پور وايي، نږدی ۲۰ تنه ماشومان چې عمرونه يې له ۷ کلنۍ  پورته وو، د کندوز روزنتون ته انتقال شوي.

حاضر حال په کندوز کې زندان کې ۶۲۱ تنه بندیان موجود دي چې ۵۰ یې ښځې دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA