ads

ممنون حسين د پاکستان جمهوررئيس شو

پاکستاني چارواکي وايي، د ملي پارلمان او ايالتي جرګو د جمهوري رياست ټاكنو پايله کې د واکمن مسلم ليګ (ن) کانديد ممنون حسين، چې د سند پخوانى والي هم پاتې شوى، ډېرې رايې ګټلې دي. پاکستاني چارواکي وايي، د ملي پارلمان او ايالتي جرګو د جمهوري رياست ټاكنو پايله کې د واکمن مسلم ليګ (ن) […]

نویسنده: TKG
9 زمری 1392
ممنون حسين د پاکستان جمهوررئيس شو

پاکستاني چارواکي وايي، د ملي پارلمان او ايالتي جرګو د جمهوري رياست ټاكنو پايله کې د واکمن مسلم ليګ (ن) کانديد ممنون حسين، چې د سند پخوانى والي هم پاتې شوى، ډېرې رايې ګټلې دي.

پاکستاني چارواکي وايي، د ملي پارلمان او ايالتي جرګو د جمهوري رياست ټاكنو پايله کې د واکمن مسلم ليګ (ن) کانديد ممنون حسين، چې د سند پخوانى والي هم پاتې شوى، ډېرې رايې ګټلې دي.

ممنون حسين په ملي پارلمان، پنجاب، سند او بلوچستان کې کامياب شو، خو خيبر پښتونخوا ايالت کې د هغه سيال وجيه الدين زياتې رايې واخيستې.

د حکومت لويې مخالفې ډلې پيپلز ګوند او ايتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالى ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي او مسلم ليګ (ق) په کې شامل دي، له جمهوري رياست  ټاکنو سره پرېکون اعلان کړى و.

دوى ويل، چې د کمپاين کولو لپاره پوره او مناسبت وخت نه دى ورکړل شوى.

د حکومت يوې بلې مخالفې ډلې تحريک انصاف د سترې محکمې يو پخوانى قاضي وجيه الدين د خپل کانديد په توګه رامخته کړى و.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA