ads

پاکستان کې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې

د پاکستان د نوي جمهور رئيس ټاکلو لپاره ملي پارلمان او د څلورو ايالتونو د اسمبليو غړو راى اچول پيل کړي دي. د حکومت لويې مخالفې ډلې پيپلز ګوند او ايتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالى ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي او مسلم ليګ (ق) په د پاکستان د نوي جمهور رئيس ټاکلو […]

نویسنده: TKG
8 زمری 1392
پاکستان کې د جمهوري رياست ټاکنې پيل شوې

د پاکستان د نوي جمهور رئيس ټاکلو لپاره ملي پارلمان او د څلورو ايالتونو د اسمبليو غړو راى اچول پيل کړي دي. د حکومت لويې مخالفې ډلې پيپلز ګوند او ايتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالى ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي او مسلم ليګ (ق) په

د پاکستان د نوي جمهور رئيس ټاکلو لپاره ملي پارلمان او د څلورو ايالتونو د اسمبليو غړو راى اچول پيل کړي دي.

د حکومت لويې مخالفې ډلې پيپلز ګوند او ايتلافي ګوندونو، چې پښتون ملت پالى ګوند، عوامي نېشنل ګوند، بلوچستان نېشنل پارټي او مسلم ليګ (ق) په کې شامل دي، د جمهوري رياست له ټاكنو سره پرېکون اعلان کړى.

دغو ډلو د واکمن مسلم ليګ (ن) ګوند په غوښتنه د سترې محکمې په امر د ټاکنو د نېټې يوه اونۍ مخکې کولو پرضد لاريون كړى دى.

دوى وايي، چې د کمپاين کولو لپاره پوره او مناسبت وخت نه دى ورکړل شوى.

د واکمن مسلم ليګ (ن) ډلې له خوا د دې ډلې يو مشر ممنون حسين کانديد دى، چې د سند ايالت والي هم پاتې شوى او د حکومت يوې بلې مخالفې ډلې تحريک انصاف د سترې محکمې يو مخکينى قاضي وجيه الدين د خپل کانديد په توګه رامخې ته کړى دى.

راى اچونه د ملي اسمبلۍ او مشرانو جرګې په ګډه غونډه او د ايالتونو په مرکزونو پېښور، کوټه، کراچۍ او لاهور کې نن شاوخوا لس بجې پيل شوې او د پاكستان په وخت د ماسپښين تر درېيو بجو به دوام وکړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA