ads

فلسطيني او اسراييلي مركچيانو د سولې مخامخ خبرې پيل کړې

د فلسطين او اسراييلو د سولې مرکچيانو واشنګټن کې تر درې کلن ځنډ وروسته د سولې مخامخ خبرې پيل کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دواړو غاړو مرکچيان د دوشنبې په ورځ روژه ماتي ته وربللي وو. د فلسطين او اسراييلو د سولې مرکچيانو واشنګټن کې تر درې کلن ځنډ […]

نویسنده: TKG
8 زمری 1392
فلسطيني او اسراييلي مركچيانو د سولې مخامخ خبرې پيل کړې

د فلسطين او اسراييلو د سولې مرکچيانو واشنګټن کې تر درې کلن ځنډ وروسته د سولې مخامخ خبرې پيل کړې دي. د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دواړو غاړو مرکچيان د دوشنبې په ورځ روژه ماتي ته وربللي وو.

د فلسطين او اسراييلو د سولې مرکچيانو واشنګټن کې تر درې کلن ځنډ وروسته د سولې مخامخ خبرې پيل کړې دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري د دواړو غاړو مرکچيان د دوشنبې په ورځ روژه ماتي ته وربللي وو.

د اسراييلو له لورې د سولې مخامخ خبرو كې د عدليې وزيره زيپي ليوني او د فلسطيني ادارې ستر مرکچي صائب عرقيات شامل دي.

د دوى خبرې به نن هم دوام ومومي.

د امريكا جمهوررئيس بارک اوباما د دغو خبرو د پيلېدو هرکلى وکړ، خو په همدې مهال يې خبردارى ورکړى، چې “لاهم د سولې مخ کې خنډونه شته”.

نوموړى زياتوي، خوشبين دى، چې اسراييلو او فلسطينيانو به دا خبرې په ښه نيت پيل کړې وي.

د اوباما دا څرګندونې وروسته تر هغه راغلې، چې د بهرنيو چارو امريکايي وزير جان کېري د منځني ختيځ د سولې خبرو لپاره د امريکا نوى ځانګړى استازى وټاکل شو.

نوموړي ته د فلسطيني او اسراييلي مرکچيانو د مخامخ خبرو دنده سپارل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA