د تخار د ولایت مقام د سکتوري او تخنیکي خدمتونو رئیس مصطفی رسولي وايي، چې سږکال په دې ولایت کې د بېلابېلو وزارتونو لخوا ۱۰۰ پراختیايي پروژې پلې کیږي، چې تر دې دمه د شلو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.

رسولي وايي، په دې پروژو کې د سړکونو، ښونځیو، پلونو او پولګوټو، اوبو کانالونه او استنادي دیوالونو رغونه، د څښاک اوبو څاه ګانو کیندنه او کرنیزې پروژې شاملې دي، چې د تخار په مرکز او ولسوالیو کې پلې کیږي.
نوموړي زیاته کړه، پر دغو پروژو څه باندې سل میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د ترانسپورت، ټولګټو، د کلیو د پراختیا، اوبو او انرژۍ، کرنې، پوهنې او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو له پراختیايي بودیجې څخه ورکول کیږي.
د رسولي په وينا، د دې پروژو د کار په ترڅ کې څه د پاسه ۵۰ زره کسانو ته د کار شرایط برابرېږي، چې د کال تر پایه به ټولې پروژې بشپړې او څه باندې ۳۰ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه پورته کوي.
د ویلو ده، چې تخار په څلورو شمال ختیزو ولایتونو کې امنیت له اړخه ښه دی، چې اوسېدونکي يې وايي باید بیارغونې ته پکې زیاته پاملرنه وشي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ