د پاکستان د ډېره اسماعيل خان پر زندان د شاوخوا ۱۵۰ وسله والو طالبانو په بريد کې د يو شمېر پوليسو او زندانيانو د وژل کېدو تر څنګ سلګونه زندانيان تښتېدلي دي.
د پاکستان د ډېره اسماعيل خان پر زندان د شاوخوا ۱۵۰ وسله والو طالبانو په بريد کې د يو شمېر پوليسو او زندانيانو د وژل کېدو تر څنګ سلګونه زندانيان تښتېدلي دي.
پاکستاني امنيتي چارواکو ويلي، چې دغه بريد تېره شپه ناوخته شوى او نښتې څلور ساعته دوام درلود.
پوليس وايي، په دغه بريد کې شپږ پوليس، څلور زندانيان او پنځه بريد کوونکي وژل شوي او ١٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
امنيتي سرچينو ويلي، چې له دغه زندان څخه ۲۴۳ زندانيان، چې په کې يو شمېر خطرناک طالبان هم شامل دي، په تېښته بريالي شوي دي.
عيني شاهدان وايي، چې د نښتې پر مهال تر ٦٠ پورې غټې او وړې چاودنې شوي او يو شمېر ځانمرګي بريدونه هم ترسره شوي دي.
ناتاييد شوي رپوټونه وايي، چې په دغه زندان کې د عادي طالبانو تر څنګ تر ٤٠ پورې مهم طالب بنديان هم ساتل شوي وو او په وينا يې، په ياد زندان کې تر ٥٠٠٠ پورې زندانيان ساتل کېږي.
د پاکستان تحريک طالبان د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.


