د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لويد جېمز اسټين به نن په تاجکستان کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې او د سرحدي سيمو پر امنيت زيات تمرکز وکړي.
د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال لويد جېمز اسټين به نن په تاجکستان کې له چارواکو سره د افغانستان پر حالاتو خبرې او د سرحدي سيمو پر امنيت زيات تمرکز وکړي.
جنرال اسټن پرون تاجکستان ته رسېدلى او د روسيې خبري اژانس انټر فاکس وايي، چې نوموړى به نن د تاجكستان له جمهوررئيس امام علي رحمان سره وګوري او له هغې وروسته به د دغه هېواد د دفاع له وزير شير علي خيرالله ييف سره هم خبرې وکړي.
د رپوټونو له مخې، د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر به نن له تاجك لوري سره په کتنو کې تر ۲۰۱۴ ميلادي کال وروسته، چې نړيوال ځواکونه له افغانستانه وځي، د سرحدي سيمو د امنيت پر څرنګوالي خبرې وکړي.
رپوټونه وايي، چې د تاجکستان حکومت په تېرو کلونو کې له افغانستان سره د خپل هېواد د سرحدي سيمو د امنيت په ټينګولو کې همکاري کړې ده .
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

