ads

کويټه کې افغان ډيپلومات محمد هاشم لادرکه شوى

د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان د کونسلګرۍ يو ډيپلومات له تېرو پنځو ورځو راهيسې لادرکه شوى دى. پاکستانيو رسنيو پرون خبر ورکړى، چې دغه افغان ډيپلومات محمد هاشم نوميږي او د کويټې ښار د افغان کونسلګرۍ د پاسپورټ په څانګه کې دنده ترسره د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان د کونسلګرۍ يو […]

نویسنده: TKG
7 زمری 1392
کويټه کې افغان ډيپلومات محمد هاشم لادرکه شوى

د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان د کونسلګرۍ يو ډيپلومات له تېرو پنځو ورځو راهيسې لادرکه شوى دى. پاکستانيو رسنيو پرون خبر ورکړى، چې دغه افغان ډيپلومات محمد هاشم نوميږي او د کويټې ښار د افغان کونسلګرۍ د پاسپورټ په څانګه کې دنده ترسره

د پاکستان په بلوچستان کې د افغانستان د کونسلګرۍ يو ډيپلومات له تېرو پنځو ورځو راهيسې لادرکه شوى دى.

پاکستانيو رسنيو پرون خبر ورکړى، چې دغه افغان ډيپلومات محمد هاشم نوميږي او د کويټې ښار د افغان کونسلګرۍ د پاسپورټ په څانګه کې دنده ترسره کوي.

د هاشم زوى صديق الله ويلي، چې پلار يې د زمري له دويمې نېټې راهيسې د کويټې ښار له سټلايټ ټاون سيمې څخه لادرکه شوى دى.

په کويټه کې د افغانستان کونسل جنرال غلام محمد بهادر هم د هاشم د لادرکه کېدو خبر تاييد کړى او زياته کړې يې ده، چې له ځايي چارواکو سره يې په  دې اړه اړيکې نيولي دي.

د يادونې وړ ده، چې تېره مياشت په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت يو ډيپلومات په يوه وسلوال بريد کې ټپي شوى و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA