د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال کې دولتي چارواکي وايي، چې د امريكايي بې پيلوټه الوتکې يوه تازه بريد لږ تر لږه ٦ سخت دريځي وسله وال وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان د قبايلي سيمې شمالي وزيرستان په شوال کې دولتي چارواکي وايي، چې د امريكايي بې پيلوټه الوتکې يوه تازه بريد لږ تر لږه ٦ سخت دريځي وسله وال وژلي او درې نور يې ټپيان کړي دي.
د دوى په وينا، الوتكې تېره شپه د شمالي وزيرستان د شوال په زوى نري سيمه کې د شکمنو سخت دريځو وسله والو پر يوه مرکز دوه پرله پسې توغندي وتوغول، چې په ترڅ کې يې ٦ سخت دريځه وسله وال ووژل شول.
د وژل شويو وسله والو د هويت په اړه لا تر دې دمه څه نه دي ويل شوي، خو اټکل کېږي، چې د پاکستاني طالبانو د حافظ ګل بهادر د ډلې وسله وال دي.
په شمالي وزيرستان کې د امريکا د بې پيلوټه الوتکې بريد په داسې وخت کې شوى، چې د پنجشنبې په ورځ د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز احمد چوهدري په يوې خبري ناسته کې خبريالانو ته ويلي وو، هېواد يې د امريکا له متحده ايالاتو غوښتي، چې پر قبايلي سيمو دې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه ودروي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


