د پاكستان قبایلي سیمې پاړه چنار کې د دوو غبرګو چاودنو له كبله ۲۵۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته. د پاكستاني سرچينو د معلوماتو له مخې دغه چاودنې پرون له روژه ماتي يو څو شېبې دمخه شوې دي.
د پاكستان قبایلي سیمې پاړه چنار کې د دوو غبرګو چاودنو له كبله ۲۵۵ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
د پاكستاني سرچينو د معلوماتو له مخې دغه چاودنې پرون له روژه ماتي يو څو شېبې دمخه شوې دي.
د پاكستان د دولتي تلوېزيون د راپور له مخې لومړۍ چاودنه په پاړه چنار بازار او دويمه هغه په سكول روډ سيمه كې شوې ده.
په ورته وخت كې د پاړه چنار روغتون د بېړنۍ څانګې يوه ډاكټر، چې نوم يې نه دى ذكر شوى د بي بي سي اردو څانګې ته ويلي، چې په دې چاودنو كې ۵۰ تنه وژل شوي او ۲۰۵ تنه ټپيان دي.
تراوسه د دې پېښو پړه لا چا پرغاړه نه ده اخيستې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


