د امريكا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن له هند څخه د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ كې له هندي چارواكو سره د ليدنې پر مهال په افغانستان كې د هند له مركزي رول څخه ملاتړ كړى دى.
د امريكا مرستيال جمهوررئيس جوبايډن له هند څخه د خپل څلور ورځني سفر په ترڅ كې له هندي چارواكو سره د ليدنې پر مهال په افغانستان كې د هند له مركزي رول څخه ملاتړ كړى دى.
د ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د رپوټ پر بنسټ، جوبايډن په نوي ډيلي كې له خپل هندي سيال حامد انصاري سره د ليدنې پر مهال په افغانستان كې د هند پر محوري رول د ټينګار تر څنګ ويلي، چې وسله وال طالبان هغه مهال د افغاستان په سياسي پروسه كې شاملېداى شي، چې له القاعده ډلې سره خپلې اړيكې پرې كړي.
د جوبايډن په وينا، هند د خپل قوي اقتصاد په مټ د افغانستان د اقتصاد د پياوړتيا په برخه كې د پام وړ مرسته كړې ده.
هغه په خپلو خبرو كې زياته كړې، چې امريكا په افغانستان كې د هند له پياوړي رول څخه ملاتړ كوي.
د نوموړي په خبره، كه طالبان غواړي، چې د افغانستان په راتلونكي سياسي بهير كې رول ولوبوي، نو له القاعده ډلې سره بايد اړيكې پرې كړي، له تاوتريخوالي لاس واخلي او د افغانستان اساسي قانون ومني.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


