د امريکا د کانګرېس غړيو پرون افغان حكومت ته خبردارى ورکړ، چې که له افغانستانه د امريکايي سرتېرو له وتلو سره په يو وخت د دغو سرتېرو د وسايلو، خوراکي توكو او نورو وسايلو پر وتلو ماليه ولګوي، امريکا به له افغانستان سره خپلې مرستې خورا لږې کړي.

د متحدو ايالتونو د مشرانو جرګې غړي سناتور پتريک لېهي، چې د ډيموکرات ګوند غړی دی ويلي، چې د افغان حکومت له لوري يې ځيني احمقانه شيان ليدلي دي.
جمهوريتپال سناتور ليندسي ګراهام هم تاييد کړې، چې د ثبات راوستلو لپاره د امريکايانو د څه باندې يوې لسيزې له خواريو وروسته له افغانستانه د امريکايي وسايلو پر ايستلو ماليه احمقانه ده.
په افغانستان کې د امريکا پر مرستو د څارنې سرپلټونکي د جون په اته ويشتمه کانګريس ته په يوه لېږلي ليک کې ويلي وو، چې که کانګريس فوري اقدام ونه کړي امريکايي ماليه ورکوونکي به مجبوره وي، چې له افغانستانه د خپلو وسايلو د ايستلو په خاطر هم افغان حکومت ته څه باندې يو ميليارد ډالر ورکړي.
د متحدو ايالتونو د چارواکو او کانګريس په وينا، د امريکا کانګريس له ۲۰۰۲ كال څخه تراوسه پورې په افغانستان کې پر بيارغونې او د افغان امنيتي ځواکونو پر روزنې او تجهيزولو څه باندې ۹۰ ميليارد ډالر لګولي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ