له هغو ستونزو څخه چې زموږ ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي، لوړو زده كړو ته د ځوانانو نه لاسرسی دی. په وروستیو لسو کلونو کې هر كال زموږ د يو زيات شمېر ځوانانو له ډلې، له دولسمو ټولګيو څخه تر فراغت وروسته، د ډېرو ستونزو په ګاللو يو شمېر په دې بريالي كېږي چې د خپلې خوښې پوهنځيو
له هغو ستونزو څخه چې زموږ ځوانان ورسره لاس او ګرېوان دي، لوړو زده كړو ته د ځوانانو نه لاسرسی دی. په وروستیو لسو کلونو کې هر كال زموږ د يو زيات شمېر ځوانانو له ډلې، له دولسمو ټولګيو څخه تر فراغت وروسته، د ډېرو ستونزو په ګاللو يو شمېر په دې بريالي كېږي چې د خپلې خوښې پوهنځيو ته لار ومومي، خو يو زيات شمېر بيا بې نتيجې او سرګردانه پاتې كېږي.
هر كال وروسته تر آزموينې په دغه پروسه كې ځينې ګنګوسې او خبرې تر غوږو كېږي چې ګوندې پروسه شفافه نه وه او يو شمېر د واسطې او پيسو په زور كامياب شوي دي، په تيره بيا په دې وروستيو كلونو كې د دا ډول درغليو، واسطو او پيسو زيات موارد تر سترګو شوي دي.
د كانكور په آزموينه كې د نجونو ګډون هم څه نا څه له ستونزو سره مخ دى.
په دې پروسه كې يوازې د لويو ښارونو فارغې نجونې ګډون كولاى شي اود پاتې نورو سيمو، خو بيا د بېلا بېلو دوديزو، امنيتي او نورو عواملو له كبله نه شي كولاى په آزموينه كې ګډون وكړي.
سږ کال هم له بېلا بېلو دولتي او خصوصي پوهنتونونو څخه زیات شمېر ځوانان، نجونې او هلکان فارغ شوي، چې کم شمېر یې د کار په موندلو بریالي شوي او زیات شمېر نور یې بیا د کار په لټه کله د يوه وزارت او دفتر د دروازې تر شا او کله د بل وزارت او دفتر تر شا د کار او دندنې د موندنې په هدف سرګردانه وي.
د دغو فارغانو له ډلې، د کندهار پوهنتون له بېلابېلو پوهنځيو فارغ شوي محصلين هم دي چې وايي، اړيکې، واسطه او پيسې هغه څه دي چې په دولتي ادارو کې يې د هغوى په څېر د مسلکي کسانو د ګومارنې مخه نيولې ده.
خو د کندهار دولتي چارواکي بيا د محصلينو دغه راز ادعاوې ناسمې ګڼي.
په دې وروستيو کې د کندهار پوهنتون له شاوخوا نهو پوهنځيو ٤٢٠ محصلين فارغ شوي چې ډېرى يې دا مهال په کار پسې ګرځي.
د کندهار پوهنتون له شرعياتو پوهنځي فارغ شوي محصل محمد ظاهر پژواک ته ويلي چې په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې يې پوهنځى بشپړ کړ، خو اوس ورته په اسانۍ کار نه پيدا کېږي.
دى وايي، تر فراغت وروسته يې د ډېرو ادارو دروازې ټکولي، خو لا هم ورته مناسبه دنده نه ده پيدا شوې، ځکه ګڼ شمېر ادارې ورڅخه د کاري تجربې غوښتنه کوي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په ګڼ شمېر ادارو کې هغه کسان پر دندو ګومارل شوي چې د چارواکو خپلوان دي او آن بشپړې زده کړې يې هم نه دي کړي.
له پوهنتونونو څخه فارغ شوي کسان په داسې حال کې د بېکارۍ له ستونزې سرټکوي چې په هېواد کې د پوهنتونونو د جذب کچه د ښوونځيو د فارغانو په پرتله ډېره ټيټه ده.
که دولت د پوهنتونونو د جذب کچه دومره لوړه کړي چې د ثانوي دورې ټول فارغان جذب کړي او ورسره د کار موندنې کچه لوړه نه شي، نو له پوهنتونونو څخه د فارغو کسانو د بېکارۍ کچه به نوره هم لوړه شي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند محمد عظيم نوربخش له پوهنتونونو څخه د فارغ شويو کسانو د کار موندنې په اړه وايي چې د کار موندل د فارغو محصلينو پر استعداد او هڅو پورې اړه لري او هغه څوک کار موندلى شي چې د موندلو لپاره يې ډېرې هڅې کوي.
د کار، ټولنيزو چارو او شهيدانو او معلولينو وزارت په چوکاټ کې د کار موندنې څانګه په دې هدف جوړه شوې چې له خلکو سره د کار په موندلو کې مرسته وکړي.
د چا خبرې دي.
بېکاري د هېواد پرمختګ او اقتصاد ته لوى زيان وباله او زياته يې کړه، چې له دې كبله ځينې بېكاره ځوانان د دولت له وسله والو مخالفو ډلو سره يو ځاى کېږي.
په دې منځ كې افغان حكومت ته تر هر څه وړاندې په كار ده چې په افغانستان كې د تحصيلي او ښوونيز بهير د ګړنديتوب ترڅنګ د كارموندنې لړۍ ته هم پام واوړي، ځكه همدا اوس، اوس د ټول افغانستان په كچه شاوخوا ۴ ميليونه وګړي بې روزګاره دي او تر ۴ ميليونو پورته خلك د خپلو خېټو د مړولو لپاره صحي خوړو ته رسيدګي نشي كولاى.
كه چېرې حكومت د تېرو كلونو په څېر په نوي كال كې هم دغې برخې ته خپله جدي پاملرنه وانه ړوي، كېدلاى شي چې د بې كارۍ او بې روزګارۍ كچه تردې هم واوړي او دا بيا هغه فكتور دى چې په هېواد كې د امنيتي وضعيت د خرابېدلو پروسې ته لاپسې چټكتيا وربښي او دا هم لرې نه ده چې ډېرى كسان هم له بدې ورځې او ناچارۍ څخه د نورو صفونو ته ورواړوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


